جمهور رییس حامد کرزی د پنجشنبې په ورځ هند ته په رسمي سفر لاړ او هلته یې د هغه هیواد له صدراعظم منموهن سنګ او نورو مشرانو سره خبرې وکړې. ده هڅه وکړه چې، هندي مشران وهڅوي چې د افغانستان په سولې، ثبات او بیارغونه کې زیاته ونډه واخلي او خپلې مرستې زیاتې کړي.
جمهور رییس کرزي د شنبې په ورځ په نوي ډهلې کې خبریالانو ته د خبرو په جریان کې دا خبره زیاته جدي ونه ګڼله چې؛ که چېرې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه شي؛ نو هغوی به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.
ده وویل، دا د امریکا یو ډل فشار دی، خو دی به د تړون د لاسلیک لپاره د افغانستان له شرطونو څخه تېر نه شي. ده خبریالانو ته وویل، امریکایان باید د افغانانو پر کورونو حملې بندې کړي او د سولې د عملیې د بیا پیل کولو لپاره باید عملي همکاري وکړي.
جمهور رییس کرزي وویل، موږ پوهیږو چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون د افغانستان په ګټه دی؛ خو موږ په دې هم پوهیږو چې؛ د افغانانو د کورونو ساتنه او د سولې د عملیې پیل کول د تړون لپاره لومړني شرطونه دي.
رویترز آژانس لیکي، که چېرې جمهور رییس کرزی امنیتي تړون لاسلیک نه کړي؛ واشنګټن وایي چې، په افغانستان کې دېره ټول ۴۵ زره عسکر به د ۲۰۱۴ م کال په پای کې وباسي. د ناټو غړي هیوادونه به هم د امریکا په پل قدم کیږدي.
کارپوهان په دې باور دي چې؛ جمهور رییس کرزی د افغانانو پر کورونو باندې د حملو د بندېدو په کار کې ډېر جدي دی او دا ځکه چې د افغانستان له بیلا بیلو برخو څخه د خلکو له خوا تر فشار لاندې دی؛ خو په ځینو نورو برخو کې ممکن خپل دریځ یو څه نرم کړي.
د سیاسي چارو کارپوه وحید عمر د جمهور رییس کرزي د دریځ د مشروعیت په اړه وایي چې پر کورونو دعملیاتو بندېدل یوه مشروع غوښتنه ده:
"په کوم څه چې زه پوهیږم، په یوې مسالې کې پر جمهور رییس باندې فشار شته او هغه پر کورونو باندې د عملیاتو مساله ده. زه کلونه کلونه هلته وم او پوهېدم کوم خلک به چې جمهور رییس ته راتلل لومړنۍ غوښتنه به یې پر کورنو باندې د حملو بندېدل وو.
موږ په کابل کې د دې مسالې پر اهمیت زیات نه پوهیږو؛ خو کوم خلک چې په کندهار، هلمند او ارزګان کې اوسیږي، د هغوی لپاره دا ډېره مطرح خبره ده. د عملیاتو بندیدل یوه مشروع غوښتنه ده. دا چې په ډول کیږې، هغه جلا خبره ده. د ګوانټانامو او دا نورې کیسې زما په نظر ډيرې عملې نه دي.
زه فکر کوم چې یو وخت کې ممکن جمهور رییس له خپل دریځ څخه را ښکته شي او یوه دوې غوښتنې ممکن ومنلی شي او یوه څه به امریکایان له خپل موقف څخه په شا شي او دا تړون به لاسلیک شي."
افغانان او د نظر خاوندان دا هم وایي چې؛ د افغانستان ګاونډیان او یا په بله ژبه نږدې او لرې دوستان د افغانستان پوځي او مالي ضرورتونه نه شي پوره کولای. که له افغانستان سره د امریکا او ناټو مرستې بندې شي، په هغه صورت کې به د امنیتي ځواکونو په ګډون د هرې برخې تمویل او فعال ساتل ډير ګران او حتی ناممکن وي.
د سیاسی چارو کار پوه احمد سعیدي په دې اړه وایي؛ زموږ اړتیاوې زیاتې دي، نو امنیتي تړون باید لاسلیک شي:
"د افغانستان اړتیاوې له امریکا او ناټو پرته نه چین، نه روسیه، نه ایران او نه هم هند پوره کولای شي. بله چاره نشته. زموږ اړتیاوې ډیرې زیاتې دي. د حل لار همدا ده چې، امنیتي تړون باید لاسلیک شي او ناټو به د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز او تمویل ژمنه پر ځای کړي."
په عین حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جیمز ډبنز د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل؛ د جمهور رییس کرزي له خوا د امنیتي تړون د لاسلیک ځنډول به د افغانانو لپاره زیان وي.
جمهور رییس کرزي په نوي ډهلې کي وویل؛ د امریکا متحده ایالات باید له طالبانو سره د پټو خبرو پر ځای په ښکاره د سولې عملیه پیل کړي. ده وویل، پټې خبرې مرسته نه کوي، امریکا او پاکستان پر طالبانو پوره نفوذ لري او د سولې د عملیې په بیا پیل کولو کي پوره مرسته کولاي شي.
جمهور رئیس کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د هند له صدراعظم منومهن سنګ سره خبرې وکړې او له دي مخکې یې د مسالې په اړه د ایران او پاکستان له مشرانو سره هم خبرې کړې وې.
جمهور رییس کرزي د شنبې په ورځ په نوي ډهلې کې خبریالانو ته د خبرو په جریان کې دا خبره زیاته جدي ونه ګڼله چې؛ که چېرې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه شي؛ نو هغوی به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.
ده وویل، دا د امریکا یو ډل فشار دی، خو دی به د تړون د لاسلیک لپاره د افغانستان له شرطونو څخه تېر نه شي. ده خبریالانو ته وویل، امریکایان باید د افغانانو پر کورونو حملې بندې کړي او د سولې د عملیې د بیا پیل کولو لپاره باید عملي همکاري وکړي.
جمهور رییس کرزي وویل، موږ پوهیږو چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون د افغانستان په ګټه دی؛ خو موږ په دې هم پوهیږو چې؛ د افغانانو د کورونو ساتنه او د سولې د عملیې پیل کول د تړون لپاره لومړني شرطونه دي.
رویترز آژانس لیکي، که چېرې جمهور رییس کرزی امنیتي تړون لاسلیک نه کړي؛ واشنګټن وایي چې، په افغانستان کې دېره ټول ۴۵ زره عسکر به د ۲۰۱۴ م کال په پای کې وباسي. د ناټو غړي هیوادونه به هم د امریکا په پل قدم کیږدي.
د افغانستان اړتیاوې له امریکا او ناټو پرته نه چین، نه روسیه، نه ایران او نه هم هند پوره کولای شي. بله چاره نشته. زموږ اړتیاوې ډیرې زیاتې دي. د حل لار همدا ده چې، امنیتي تړون باید لاسلیک شياحمد سعیدي