د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۰۳

سمر: د افغان ماشومانو وضعیت د اندیښنې وړ دی


د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون په خپل تازه راپور کې د افغان ماشومانو بیلابیلې ستونزې څیړلي او په عمومي توګه یې د افغان ماشومانو وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

راپور ښيي چې، په هېواد کې په نشو له روږدو کسانو له جملې څخه یې درې لکه ماشومان دي.

د دې کمېسیون مشرې ډاکټر سیما ثمر د شنبې په ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل چې؛ ښایي د روږدو ماشومانو شمېر له دې څخه هم زیات وي.

"دریمه مساله چې ډیره ویرونکي ده؛ به مخدره موادو د ماشومانو روږدېدل دي چې؛ به افغانستان کې یو اعشاریه درې میلیونه کسان په مخدره موادو روږدی دي یا له دغه رقم څخه زیات ځګه چې د افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو دولت حاکمیت نه لري؛ نو هلته دا سروې نه ده شوې. خو شاوخوا درې لکه ماشومان چې له اتلسو کلونو څخه کم عمر لري په مخدره موادو روږدي دي."

د بشرد حقونو د خپلواک کمیسیون د سروې له مخې په افغانستان کې یو پنځوس عشاریه اته فیصده ماشومان کار کوي چې؛ نهه څلویښت فیصده یې د فقر له امله کار کولو ته اړ شوي دي.

د اغلې سمر په وینا دا راپور د ۱۳۹۱ لمریز کال راهیسې تر اوسه د ماشومان د وضعیت په اړه جوړ شوی.

په دې رپوټ کې په اوه ویشت ولایتونو له ۴۱۶۶ ماشومانو سره کې مرکې شوي دي.

راپور ښیي چې، په افغانستان کې شل فیصده ماشومان له لیک او لوست څخه لرې پاتې.

د کورنیو چارو وزارت پر ماشومانو د جنسي تیریو سل پیښې په کابل کې ثبت کړي؛ چې د تېر کال په پرتله پر ماشومانو د جنسي تیريو کچه اته ویشت فیصده زیاته شوې ده.
د سروې له مخې یو اتیا فیصده ماشومان خپل ژوند ته هیله من دي او اولس فیصده ماشومان د خپلې راتونکي په اړه راضي نه بریښي.

همداراز د ماشومان د ضعیت په اړه تازه راپور وايي چې؛ په هېواد کې د ماشومانو روغیتايي وضعیت د قناعت وړ نه دی.

پرماشومانو جنسي تیری او له هغوی څخه جنسي ګټه اخیستنه بله لویه ستونزه بلل شوې ده.

په راپور کې د امریکا د سفارت د یوه کلني راپور ارقام راخیستل شوي دي چې؛ وايي، په افغانستان کې سږ کال په ماشومانو د جنسي تیري پيښې اته ویشت فیصده زیاتې شوي دي.

په راپور کې راغلي چې، د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۱۲ کال کې په بیلابیلو ولایتونو کې پر ماشومانو د جنسي تیریو څلور سوه اویا پیښې ثتب کړي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو د همغږۍ او ملاتړ د برخې مسوول "نجیب الله ببرک زی" ه دې اړه وویل:

"د جنسي ګتې اخیستنې په اړه د امریکا سفارت د بشر حقونو په اړه ارقام ښیي چې؛ د ۲۰۱۲ میلادي کال په اوږدو کې د کورنیو چارو وزارت پر ماشومانو د جنسي تیریو سل پیښې په کابل کې ثبت کړي؛ چې د تېر کال په پرتله پر ماشومانو د جنسي تیريو کچه اته ویشت فیصده زیاته شوې ده."

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ماشومانو د وضعیت د راپورپه خپرولو سره پر دولت غږ کړی چې؛ د ماشومانو د حقوقو په اړه د رسنیو له لارې خلک پوه کړي.

همداراز دوی ټینګار کوي چې؛ په افغانستان کې باید د ماشومانو د حقونو په اړه د نړیوالو کنوانسیونونو عملي کېدو ته لا ډير کار وشي.

د کمیسیون مسوولین همداراز له دولته غواړي چې؛ له ماشومانو سره تاوتریخوالی کوونکو ته سزا ورکړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG