ګارډین:
انګلستان چاپ، ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره د راتلونکو انتخاباتو په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات چې په اپریل میاشت کې به تر سره شي، سره له اوسه په کې د درغلیو اندیښنې پیدا شوې او تر ټولو پیچلی حالت به هغه مهال وي چې دا انتخابات دوهم دور ته لاړ شي.
ورځپاڼه لیکي:
د افغانستان د اساسي قانون پر اساس باید ګټونکی کاندید په لومړي دورکې له پنځوسو زیاتې رایي وګټې او کنه نو دوهم ځلي به رایي اچول کیږي.
ورځپاڼې د امریکا د ملي ډموکراټیک انسټیټیوت د رئیس پیتر مانیکاس خبره راخیستې چې وایي، له جمهور رئیس حامد کرزي، له ټولو کاندیدانو، د مدنې ټولنې له غړیو، د انتخاباتو له چارواکو او نورو دخیلو کسانو سره له کتنو او خبرو وروسته راته څرګنده شوه چې؛ له یوې استثنی پرته ، نور ټول خلک په دې باور دي چې د جمهوري ریاست انتخابات ممکن دوهم پړاو ته لاړ شي.
ورځپاڼه زیاتوي:
د افغانستان د اساسي قانون پر اساس چې کله انتخابات دوهم ځلې کیږې، د دوو اونیو په دننه کې باید ترسره شي، خو د افغانستان د لارو او ترانسپورتې ستونزو له امله به ډيره ګرانه وي چې دا کارله مهال ویش سره سم تر سره شي.
ګاردین لیکي:
دوهم دورته د جمهوري ریاست د انتخاباتو د داخلیدلو خبره په جمهور رئیس کرزي ښه نه لګیږې او دا ځکه چې ویاند یي څو ورځې وړاندې وویل، امریکایي ډپلوماتان تمه لري چې انتخابات دوهم پړاو ته لاړ شي او دا په انتخاباتو کې د امریکایانو د لاس وهنې ثبوت دی.
وال سټریټ ژورنال:
امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې پاکستانې چارواکو ته د امریکا د دفاع وزیر د هغه خبرداري په اړه یو مضمون خپور کړی چې وایي، که اسلام آباد د ناتو ځواکونو پرمخ ترانزیتي لار خلاصه ونه ساتې، پاکستان ته د امریکا پوځي مرستې به بندې شي.
ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا دفاع وزیر چیک هیګل د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره د کتنې پر مهال هغه ته وویل، چې په افغانستان کې د دیره ناتو ځواکونو پر مخ دې ترانزیتي لار خلاصه وساتې او که دا کار ونکړې، د واشنګټڼ پوځې مرستې به پاکستان ته بندي شي.
ورځپاڼه لیکي:
نواز شریف په مقابل کې په چیک هیګل فشار واچاوه چې؛ په قبایلي سیمو کې باید د بې پيلوټه الوتکو بریدونه بند کړي.
ورځپاڼه لیکي:
واشنګټن غواړي له پاکستان سره خپل ستونزمن اړیکې بیرته ښه کړي او امریکایي چارواکو ویلې چې؛ له ټولو ستونزمنو مسلو سره سره ، له پاکستانې چارواکو سره د دوي خبرې دوستانه وي.
وال سټریټ ژورنال وړانډي لیکي: د پاکستان حکومت د ۲۰۱۱ کال نومبر میاشت کې د ناتو په هوایي برید کې د خپلو عسکرو د وژل کیدو په غبرګون کې په افغانستان کې دیره ناتو ځواکونوته په خپله خاوره کې ترانزیتي لار بنده کړه او واشنګټن د پاکستان پوځ ته د پوځي عملیاتو لپاره پیسي بندی کړي.
اسلام آباد د ناتو لپاره ترانزیتي لار بیرته د ۲۰۱۲ م کال جولای میاشت کي پرانستله. واشنګټن د پاکستان پوځ ته د۲۰۱۱ کال مي او د ۲۰۱۲ م کال جولاي میاشتي تر منځ موده کي یو اعشاریه ۱۱ میلیارده ډالر ورکړل.
وال ستریټ ژورنال لیکي: امریکا دغه راز د پاکستان پوځ ته د افغانستان پولې ته نږدې قبایلې سیمو کي د پوځي عملیاتو په بدل کي د ۲۰۱۲ م کال ډسمبر میاشت کي ۶۸۸ میلونه ډالر او د اکتوبر میاشت کي نور ۳۲۲ میلونه ډالر هم ورکړي دي.