د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۴۴

هند او روسیه په افغانستان کې د وسلو د ترمیم فابریکه رغوي


هند ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي تر سفر مخکې په هندي رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوې دي چې هند به د افغانستان د وسلو د ترمیمولو د یوې فابریکې په رغولو کې مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزی د جمعې په ورځ هند ته ولاړ شي او په پوځي برخه کې د هند مرستې د دې سفر پر مهال جلب کړي.

هند او روسیه غواړي چې په افغانستان کې د وسلو د ترمیمولو یوه فابریکه بیا ورغوي.

په هند کې د افغانستان سفارت دا خبره تایید کړه او ویې ویل چې متخصصانو مخکې تر مخکې سره لیدلې دي او د مسالې پر جزییاتو غږیدلې دي.

په نوي ډيلې کې د افغانستان مرستیال سفیر اشرف حیدري د هند او روسیې د دغې ګډې همکارۍ په اړه وویل چې تر پیلیدو مخکې یې یوې څیړنې ته اړتیا شته:
« هغه نظامي تجهیزات چې موږ یې د کمونستي رژیم له وخته لاهم په افغانستان کې په ځینو دیپوګانو کې لرو او کار نه کوي، اول ترمیم غواړي او بل باید پر دې پوه شو چې د ترمیم ارزښت لري که نه لري، نو تر څو چې دغه خبره سپینه شوې نه وي دا کار وبه ځنډیږي»

هندۍ ورځپاڼه د انډین ایکسپریس لیکي، دا مساله د دې لپاره د ډير اهیمت وړ ده چې په افغانستان کې د هند هر راز پوځي مرستو ته اسلام اباد د انتقاد په سترګه ګوري.

په عین وخت کې په هند کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي چې یو وخت د افغانستان په جمهوري ریاست کې امنیتي سلاکار و انډين ایکسپریس ورځپاڼې ته وویل، په افغانستان کې په یوه نوي انسټټیوټ کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د هند مرستو ته اړتیا شته. ابدالي زیاته کړه چې په دې روزنیز مرکز کې افغانستان ۱۲۰ روزونکو ته ضرورت لري.

د افغانستان سفیر بیا وویل، له ۲۰۰۳ کال راپه دې خوا ۱۴۰۰ افغان افسرانو په هند کې پوځي زده کړې کړې دي او اوسمهال ۳۵۰ نور افغان افسران د هند په نظامي اکاډیمۍ کې تعلیم کوي.

په هند کې د افغانستان سفیر انډین ایکسپریس ورځپاڼې ته ویلې دي چې افغان ولسمشر حامد کرزی به د دسمبر په دیارلسمه د هند له صدراعظم من موهن سنګ سره وګوري او د دواړو لوریو د غوښتنو پر اساس به خبرې وشي، پرته له دې چې دې مسالې ته توجه وشي چې په راتلونکې کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي چارو په برخه کې کوم هیوادونه مرستې کوي.
XS
SM
MD
LG