د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

نړۍ

نن به په اوکراین کې د روان سیاسي بحران د ختمولو لپاره هڅې چټکې شي

تمه ده چې؛ نن په اوکراین کې د روان سیاسي بحران د ختمولو لپاره هڅې چټکې شي.

زرګونه مظاهره چیان له نژدې درېیو اونیو راهیسې د دې هېواد د پلازمېنې کییف واټونو ته د اعتراض لپاره راوتلي.

دوي د ولسمشر ویکتوریا ناکوویچ دې پرېکړې په غوسه کړي چې له اروپايي ټولنې سره د اوکراین د یوځای کېدو د تړون لاسلیک یې ځنډولی.

په پام کې ده د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاترین اشټن به نن اوکراین ته د یوه دوه ورځني سفر په ترڅ کې په پلازمېنه کییف کې د دې هېواد د روان سیاسي بحران د حل په اړه خبرې وکړي.

همداراز ویل کېږي چې ولسمشر ویکتوریاناکوویچ به هم د اوکراین له دریو پخوانیو ولسمشرانو، لیونید کرافچوک، لیونید کوچما او ویکتور یوشچینکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

یاناکوویچ پرون وویل چې له اپوزیسیون سره د خبرو ملاتړ کوي، خو د ده له دې وینا سره سره په دې هېواد کې کړکېچ تېره ورځ وروسته له هغه نورهم زیات شو چې پولیسو د پلرني ټاتوبي په نوم د ګوند پر مرکزي دفتر برید وکړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ملګرو ملتونو د یوې محکمې امر؛ اسرائیل دې د غزې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره ګام واخلي

غزه - ارشیف
غزه - ارشیف

د ملګرو ملتونو یوې محکمې پرون پنج شنبه اسرائیل ته امر وکړ چې په غزه کې د بشري وضعیت د بهترۍ لپاره اقدامات وکړي.

د عدالت نړیوالې محکمې له اسرائیل غوښتي چې کلابندې شوې غزې ته د خوړو، اوبو، تېلو او نورو موادو د لېږد لپاره نورې لارې هم پرانیزي.

د عدالت نړیوالې محکمې په هغه قضیه کې چې د اسرائیل خلاف د جنوبي افریقا له خوا په دې محکمه کې ثبت شوې، په اصطلاح دوې نورې فقرې ور زیاتې کړلې.

جنوبي افریقا په خپله قانوني دعوه کې اسرائیل په غزه کې د خپلو پوځي عملیاتو له کبله د نسل وژنې په اقداماتو تورن کړی، خو اسرائیل دا تور رد کړی دی.

د پنج شنبې دستور په داسې حال کې ورکول کېږي چې جنوبي افریقا هڅه وکړه چې په خپله دعوه کې د اوربند په ګډون نور اقدامات هم ورزیات کړل او په هغه دعوه کې په غزه کې د لوږې زیاتېدو ته هم اشاره شوې ده.

اسرائیل د ملګرو ملتونو د عدالت له نړیوالې محکمې غوښتنه کړې چې نوي حکمونه دې نه صادروي.

پولنډ: پر اوکراین د روسیې د توغندیو له برید وروسته زموږ او متحدانو الوتکې فعالې شوې

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پولنډ د وسله والو ځواکونو د عملیاتو د قوماندې مرکز خبر ورکړ چې د پولنډ او متحدانو الوتکې نن وروسته تر دې فعالې شوې چې روسیې پر اوکراین د توغندیو برید وکړ.

د پولنډ د قوماندې دې مرکز په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دا الوتکې د پولنډ پرفضا ګرځي چې د ډېر غږ سبب شوې دي، په ځانګړې توګه د پولنډ په جنوب لویدیځه برخه کې چې له اوکراین سره سرحد لري.

زیلینسکي د امریکا د استازو جرګې له غړو د مهمو پوځي مرستو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر، ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر، ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر د امریکا له استازیو جرګې غوښتي دي چې له کییف سره مهمې پوځي مرستې وکړي.

د راپورونو له مخې، ولودومیر زیلینسکي پرون د امریکا د استازیو د جرګې له مشر مایک جانسن سره په ټیلفون خبرې وکړې او هغه َ ته یې د اوکراین د جګړې د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

د اوکراین ولسمشر وایي، هېواد یې د روسیې د هوایي بریدونو د مخنیوي لپاره سمدستي مهمو پوځي مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا مشرانو جرګې تېره میاشت له اوکراین سره د ۶۰ میلیارډه ډالرو مرسته تصویب کړه، خو استازیو جرګې دا مرسته نه ده تایید کړې.

په استازیو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو شمېر زیات دی او دوی له اوکراین سره د مرستې په ځای د امریکا د سرحدونو خوندیتوب مهم ګڼي.

سوریه؛ د اسراییلي الوتکو په بمبارۍ کې د ګڼو پوځیانو او ملکیانو د وژلو خبر ورکړل شوی

په سوریه کې یوه ودانۍ چې اسراییلي الوتکو بمبار کړې - ارشیف
په سوریه کې یوه ودانۍ چې اسراییلي الوتکو بمبار کړې - ارشیف

د سوریې په شمال کې حلب ښار ته نژدې اسراییلي الوتکو نن سهار بمباري کړې ده چې له امله یې د ۳۳ ملکیانو او پوځيانو د وژلو خبرونه خپاره شوي دي.

رویټرز اژانس د دوو امنیتي سرچینو په وینا چې نومونه یې نه دې اخیستل شوي خبر ورکړی دی چې په وژل شویو کې ۵ تنه د حزب الله وسله وال دي.

بل لور ته د سوریې پوځ ویلي دي چې د دې برید له امله یوشمېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي او مالي زیانونه اوښتي دي.

دمشق تر اوسه د دقیقو تلفاتو شمېره نه ده څرګنده کړې.

روسي چارواکي: د مسکو د خونړۍ حملې له امله مو د سلو نورو کسانو د نادرکۍ راپور ترلاسه کړی

د پېښې سیمه - ارشیف
د پېښې سیمه - ارشیف

د مسکو په لمنه کې د کروکس د کنسرت په هال کې د خونړۍ حملې په اړه پلټونکي وايي چې د سلو نورو کسانو د بې درکۍ راپورونه یې ترلاسه کړي دي.

په دې پېښه کې چې نن یې اوونۍ پوره شوه، د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۳ تنه اعلان شوی و، خو د پلټونکو تازه څرګندونې ښيي چې ممکن د دې پېښې د قربانیانو شمېر تر دې خورا ډېر وي.

مخکې پلټونکو ویلي وو چې د څه باندې ۱۴۰ تنو د بې درکه کېدو راپورونه یې ترلاسه کړي دي، خو تراوسه څرګنده نه ده چې په دې شمېر کسانو کې څومره موندل شوي او څومره نور بې درکه دي.

د روسیې د بیړنیو پېښو وزارت د چهارشنبې په ورځ د مرګ ژوبلو نوی لیست خپور کړ چې پر اساس یې ۱۴۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي چې اکثره کسان په ودانۍ کې د لګېدلي اور په لوګي مړه شوي دي.

پوتين: د ناټو پر کوم غړي هېواد د برید نیت نه لرو

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسشمر وایي، روسیه دا نیت نه لري چې د ناټو په کوم غړي هېواد برید وکړي.

ولادیمیر پوتین زیاته کړه چې پر پولنډ به حمله ونه کړي، همداراز پر بالتیک هېوادونو یا پر چک جمهوریت؛ خو که چېرته لویدیځ ایف شپاړس جنګي الوتکې اوکراین ته ورکړي، روسیي ځواکونه به دا الوتکې نسکورې کړي.

ښاغلي پوتین دا خبرې د روسیې د هوایي ځواکونو پیلوټانو ته کولې او زیاته یې کړه چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف له نولس سوه یو نویم کال راپه دې خوا چې پخوانی شوروي اتحاد ړنګ شو، د ختیځ خواته پراختیا موندلې ده، خو روسیه د دې هېوادونو پرضد د تېري نیت نه لري.

روسیې او شمالي کوریا پر استخباراتي همکاریو خبرې کړي

د روسیې او شمالي کوریا بیرغونه
د روسیې او شمالي کوریا بیرغونه

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې یا(SVR) یو هیئت روانه اوونۍ شمالي کوریا ته تللی او هلته یې د جاسوسۍ فعالیتونو پر خلاف د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې اړه د شمالي کوریا دولتي اژانس (KCNA) نن پنج شنبه خبر ورکړی دی.

د اژانس د خبر له مخې، د روسیې د (SVR) ادارې مشر سرګي ناریشکین او د دولت په چارو کې د شمالي کوریا د امنیت وزیر ري چانګ دای په پلازمېنه پیونګیانګ کې د نړیوالو مسایلو، د کوریا ټاپووزمې او روسیې د حالاتو په اړه یو بل ته معلومات ورکړي دي.

دواړو لوریو د مختاصمو ځواکونو جاسوسۍ د فعالیتونو او د توطئو د اقداماتو د زیاتېدو په وړاندې د مقابلې لپاره د همکاریو پر زیاتوالي هم بحث کړی دی.

روسي رسنۍ: ماسکو کې له برید وروسته ۹۵ تنه لا هم تري تم دي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

یوې روسۍ رسنۍ خبر ورکړی دی چې لږ تر لږه ۹۵ تنه د ماسکو په لمن کې د جمعې په ورځ د کاروکاس د کنسرټ پر تالار له برید وروسته لاهم تري تم دي.

رویټرز اژانس د « بازا» خبرې اژانس په وینا څرګندوي چې د روسیې د امنیتي ځواکونو له لورې چې کوم نوملړ خپور شوی د هغه له مخې، د دغو ۹۵ کسانو درک نه دی معلوم شوی.

بلخوا: د روسیې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې په دې پېښه کې د مړو شمېر ۱۴۳ ته زیات شوی دی.

د ټپيانو شمېر ۱۸۲ یاد شوی او لا هم څه باندې ۸۰ کسان په روغتونونو کې بستر دي.

روسیي څارنوالانو ویلي چې دا حمله څلور کسانو کړې ده او د پېښې له ځایه د مرمیو تر ۵۰۰ ډېر ترلاسه شوې دي.

د دې حملې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

امریکا: په مریلنډ کې له یوه پله سره د جنګېدلې کښتۍ په اړه څېړنې پیل شوي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د امریکا د متحدو ایالتونو په مریلنډ ایالت کې څېړونکو پرون چهارشنبه له هغې باروړونکې کښتۍ د اسنادو او شواهدو راټولول پیل کړل چې د بالتیمور له یوه لوی پله سره ولګېده او دغه لوی پل یې ونړاوه.

د اوبو په تل کې لامبووهونکو د هغو شپږو ساختماني کارګرانو د موندلو هڅه وکړه چې ګومان کېږي مړه شوي به وي.

د مریلنډ والي ویس مور ددې پله له نړېدو وروسته په دغه ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

په بالتیمور ښار کې دغه پېښه سې شنبه شوې او له کبله یې ۲۰ تنه او یو شمېر موټر سیند ته ولوېدل، خو لا هم د مړو دقیق شمېر معلوم نه دی.

د مریلنډ د ایالتي پولیسو یوه مشر رونالډ بلټر جونیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل، له اوبو د دوو کسانو مړي ایستل شوي دي.

دغه پېښه د هغه بندر د تړل کېدو سبب شوې چې د کښتۍ چلونې د صنعت لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

لبنان: د اسراییل هوایي بریدونو ۱۶ کسان وژلي

په لبنان کې د اسراییل د هوایي بریدونو یوه څنډه
په لبنان کې د اسراییل د هوایي بریدونو یوه څنډه

د لبنان په جنوب کې د اسرائیل په هوايي حملو کې ۱۶ کسان وژل شوي او د حزب الله ډلې د وسلوالو په راکټي حملو کې یو اسرائیلی وژل شوي دي.

پرونۍ ورځ د لبنان او اسرائیل پر پوله د تېرو څه باندې پنځو میاشتو په جګړه کې تر ټولو خونړۍ ورځ ګڼل شوې ده.

له کله چې د اکتوبر میاشتې له اوومې په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، د اسرائیل او لبنان پر پوله د دې جګړې د لا شدت په باب اندېښنې زیاتې شوې دي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل هوايي حملې د اسلامي ډلې په نوم د لبنان یو سني سیاسي او ملیشه سازمان په نښه کړ چې د حزب الله له شیعه افراطي ډلې سره یوځای د اسرائیل پر خلاف جګړه کوي.

ویل شوي، په دې بمبارۍ کې د حزب الله جګړه مار هم وژل شوي او د امل غورځنګ یا (حركة أمل) په نوم د یوې بلې شیعه ډلې یو ځايي قوماندان هم په وژل شویو کې شامل دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG