د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

"افغان ولسمشر د سیمه يیزو اړیکو په پراخوالو تمرکز کړی"


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پرسرد اختلافاتو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

په داسې حال کې چې؛ کابل او واشنګټن د امنیتي تړون په اړه په خپلو کې جنجال لري، ولسمشر کرزي له ایران سره د امنیتي او اقتصادي همکاریو د یوې موافقې په برابرولو سلا کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکلي:

له ایران څخه د یو ورځني سفر په لړکې حامد کرزي نه یوازې دا چې له خپل ایراني سیال سره وکتل بلکه وتوانید خپلو لویدیځو متحدانو ته چې په دې ورستیو اونیو کې ورسره په شخړه کې ښکیل دي، ټکان ورکړ.

د ورځپاڼې په وینا سره له دې چې افغان ولسمشر او د هغه ټیم ټینګار کوي چې؛ له امریکا سره امنیتي تړون به په نهایت کې لاسلیک شي خو افغان مقامات او امریکايي چارواکي د روان میلادي کال له پای ته رسیدو دمخه د دې تړون د لاسلیک کیدو چانس کم ګڼي.

نیویارک ټایمز زیاتوي په داسې حال کې چې د کابل او واشنګټن ترمنځ جنجال دوام لري افغان ولسمشر په ښکاره د سیمه يیزو اړیکو په پراخوالو تمرکز کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا حامد کرزي په کابل کې د پاکستان له صدراعظم سره کتنه درلوده او په نزدې راتلونکې کې هند ته ځي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوې بله برخه کې عدالت ته د افغانستان د ښځو د لاس رسي په برخه کې د موجودو خنډونو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

نیویارک ټایمز د افغانستان د ښځو د وضیعت په اړه د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور په حواله لیکي:

د ښځو د حقونو د افغان او نړېوالو ادارو د پراخو هڅو سره سره بیا هم عدالت ته د هغو افغان ښځو چې ناوړه چلند ورسره شوی د لاس رسي په برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

ورځپانه د ملګرو ملتونو ددې راپور په حواله وړاندې لیکي:

افغان پولیسو او څارنوالانو په خپلو رسمي راپورونو کې ویلي چې د تیر کال په مقایسه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ۲۸ په سلو کې زیات شوی خو له ښځو سره د تاتریخوالي د مخنیوي لپاره بیا عدلي تعقیب یوازې دوه په سلو کې پر ځای شوی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي د ۲۰۱۴ م کال له رسیدو دمخه له افغانستان سره په دوامداره توګه د نړیوالو د مالي مرستو کمیدو او ددغه کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو پلان داسې اندیښنې پیدا کړي چې ښايي د افغان ښځو په تیره بیا د هغو چې په اسانۍ سره له ستونزو سره مخامخ کیږي، کړاونه به زیات شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشرې جیورجیت ګاګنن نیویارک ټایمز ته ویلي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په کمیدو دا خطر پیدا شوی دی چې د ښځو د حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه به له مینځه لاړ شي.

د نوموړې په وینا د افغان ښځو د حقونو د مینځه تلو نښې نښانې لا دمخه ترسترګو کیږي.
XS
SM
MD
LG