په داسې حال کې چې ولسمشر حامد کرزی له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند د لاسلیک کیدو لپاره د افغان دولت پر شرایطو ولاړ دی؛ د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا د دې سند د لاسلیک ځنډول د اندیښنې وړ مساله بولي.
د یادي شورا استازو د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل؛ چې که دا سند ژر لاس لیک نه شي، نو د هېواد راتلونکۍ به له خطر سره مخامخ شي.
د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند استازي "محمد طاهر زهیر" چې د دې شورا غړیتوب لري؛ خبرداری ورکړ، چې که دا سند لاس لیک نه شي او بهرني ځواکونه افغانستان پریږدي، نو د عراق وضعیت به په افغانستان کې هم تکرار شي.
"که موږ نن خپل نړیوال همکاران له لاسه ورکړو او هغوی له افغانستان څخه ووځي، نو بې له کوم شکه به د عراق حالت په افغانستان کې تکرار شي او بې له هیڅ کوم شک او تردیده به افغانستان یو ځلي بیا د تروزیزم لاس ته و لویږي."
په یاده شورا کې درویشت ګوندونه او ایتلافونه شامل دي.
که څه هم دغه شورا د انتخاباتو په مساله کې وویشل شوه؛ ګوندونه یې له مختلفو کاندیدنو سره شول، خو مسوولینو یې وویل، له امریکا سره د امنیتي تړون په مساله کې یوه خوله دي.
تر دې مخکې امریکایې ځواکونه له عراق سره هم پر یوه ورته سند موافقې ته ونه رسیدل او د دوه زره او یولسم کال په پای کې یې خپل ټول ځواکونه له دې هیواد څخه وایستل.
عراق اوس له پراخو فرقه یې شخړو سره لاس او ګریوان دی چې؛ یوازې په وروستۍ یوې میاشتې کې په کې له نهه سوه نه ډیر کسان ووژل شول.
که څه هم امریکا ګواښ کړی چې؛ تر دوه زره او څوارلسم میلادي کال مخکې د دې سند د نه لاس لیکیدو په صورت کې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه باسي.
خو د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي له رویټرز آژانس سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان به د امنیتي تړون په اړه د امریکا فشارونو ته تسلیم نشي.
اخوا د چارو کارپوه ودیر صافی د افغانستان او عراق وضعیت بیل بولي او وایي چې، امریکا به افغانستان د عراق په شان پرې نه ږدي:
"زما په نظر کوم شرایط چې عراق یې لري، سل په سله کې یې موږ نه لرو. امریکا هم په دې سیمه کې خپل ستراتیژیکي ګټي لري. نو دا سیمه هم د سیاسي ستراتیژی او هم د پوځي ستراتیژی له نظره دوی ته اهمیت لري او نه پریږدي چې دلته وضعیت د عراق په شان شي."
که څه هم امریکا د امنیتي او دفاعي سند پر ژر لاسلیکدو ټينګار کوي؛ خو په وروستیو کې د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو د کمیټې مشر کارل لیفن ولسمشر بارک او باما ته وړانديز کړی؛ چې واشنګټن دې په افغانستان کې د یو بل با اعتباره جمهور رییس تر ټاکل کېدو صبر وکړي.
کارپوهان بیا وایې، چې عراق د پراخو نفتي منابعو په درلودو سره کولای شي خپلې ځينې مالي او اقتصادي ستونزې حل کړي؛ خو افغانستان د نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا دوام داره پوځي او اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
د یادي شورا استازو د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل؛ چې که دا سند ژر لاس لیک نه شي، نو د هېواد راتلونکۍ به له خطر سره مخامخ شي.
د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند استازي "محمد طاهر زهیر" چې د دې شورا غړیتوب لري؛ خبرداری ورکړ، چې که دا سند لاس لیک نه شي او بهرني ځواکونه افغانستان پریږدي، نو د عراق وضعیت به په افغانستان کې هم تکرار شي.
"که موږ نن خپل نړیوال همکاران له لاسه ورکړو او هغوی له افغانستان څخه ووځي، نو بې له کوم شکه به د عراق حالت په افغانستان کې تکرار شي او بې له هیڅ کوم شک او تردیده به افغانستان یو ځلي بیا د تروزیزم لاس ته و لویږي."
په یاده شورا کې درویشت ګوندونه او ایتلافونه شامل دي.
که څه هم دغه شورا د انتخاباتو په مساله کې وویشل شوه؛ ګوندونه یې له مختلفو کاندیدنو سره شول، خو مسوولینو یې وویل، له امریکا سره د امنیتي تړون په مساله کې یوه خوله دي.
تر دې مخکې امریکایې ځواکونه له عراق سره هم پر یوه ورته سند موافقې ته ونه رسیدل او د دوه زره او یولسم کال په پای کې یې خپل ټول ځواکونه له دې هیواد څخه وایستل.
عراق اوس له پراخو فرقه یې شخړو سره لاس او ګریوان دی چې؛ یوازې په وروستۍ یوې میاشتې کې په کې له نهه سوه نه ډیر کسان ووژل شول.
کوم شرایط چې عراق یې لري، سل په سله کې یې موږ نه لرو. امریکا هم په دې سیمه کې خپل ستراتیژیکي ګټي لري. نو دا سیمه هم د سیاسي ستراتیژی او هم د پوځي ستراتیژی له نظره دوی ته اهمیت لري...ودیر صافی