د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۰

"عمران خان د ناټو د اکمالاتي لار د بندولو له امله د افغانستان تجارت ته هم زيان رسوي"


د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند د امریکا هغه اعلان د ځان لپاره تکتیکي بری بللی؛ چې وایي، له افغانستانه د خپلو موادو انتقال یې له تورخم څخه کراچۍ ته په موقت ډول بند کړی دی.

دغه ګوند په خيبر پښتونخوا کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر وړاندې اکمالاتي لار تړلې ده او د دغه ګوند ملاتړې په په دغه ایالت کې؛ افغانستان ته د تلونکو لاریو اسناد ګوري چې؛ ناټو ځواکونو ته مواد ونه لېږدوي.

خو د پاکستان يو شمېر سياسي ګوندونه د عمران خان له خوا د ناټو د اکمالاتي لار بندول غندي او وايي، چې دا به د خيبر پښتونخوا اقتصاد او له ګاونډي هېواد افغانستان سره اړيکيو ته زيان ورسوي.

د محمود خان په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خيبر پښتونخوا ايالت ستر سکرتر ارباب مجيب الرحمن له ازادي راډيو سره په خبرو کې پر عمران خان نيوکه وکړه، چې هغه د ناټو د اکمالاتي لار د بندولو له امله د افغانستان تجارت ته هم زيان رسوي:

"دا چې په خيبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف له خوا په افغانستان کې د ناټو اکمالاتي لار تړل شوې ده، دا يو ډېر بد کار دى، موږ د دې غندنه کوو. افغانستان يو ازاد او خپلواکه ملک دى، موږ ته په کار ده، چې د افغانستان د مسالو په هواري کې مرسته وکړو. داسې حالت پيدا کړو، چې په افغانستان کې او پاکستان کې د ترهګرۍ خاتمه وشي؛ نو د عمران خان له خوا د افغانستان د لارې بندول اقدامات ډېر تاواني ګڼو."

همدراز د اسفنديار ولي خان په مشرۍ د عوامي نيشنل ګوند جګپوړې غړې او پخوانۍ ايالتي وزيره شګفته ملک له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ چې عمران خان دې د ناټو اکمالاتي لارې بندولو پرځاى د خيبر پښتونخوا امنيتي وضعيت ښه کړي:

"اول خو داسې ده چې د ناټو سپلايي بندول او دا ډول دهرنې ورکول، د صوبې حالت خرابوي او تاسو ته پته ده چې؛ دلته حالات له مخکې نه خراب دي. په کار خو دا وه، چې دې خلکو د امن لپاره کوششونه مخکې وړى وى او د ټول ګونديز کنفرانس پريکړې يې عملي کړې واى. خو دوى خو خپل ملاتړي د دې لپاره راووېستل، چې دوى په پښتنه سيمه کې د تشدد اختيار کړي او د پښتنو کاروباونه خراب کړي."

نوموړې همداراز وايي، چې جماعت اسلامي ته په کار دي، چې پر خيبر پښتونخوا د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريد پرخلاف له حکومته استعفى ورکړي:

"د جماعت اسلامي سراج الحق چې اوس راځي او د عمران خان په دهرنه کې کېني، نو کله چې د دوى د حکومت په اخرو ورځو کې ډرون حمله وشوه، نو دوى استعفى ورکړه، اوس چې دوى په حکومت کې او په خيبر پښتونخوا کې ډرون بريد وشو، اوس هغه ولې استعفى نه ورکوي؟ دا هسې يوه ډرامه ده او کنفيوژن دى."

د افتاب احمد خان شېرپاو په مشرۍ د قومي وطن ګوند وياند طارق احمد خان بيا وايي؛ چې عمران خان هڅه کوي چې د خلکو پام له اصلي مسئلو نه واړوي:

"خيبر پښتونخوا کې د خلکو ډېرې ستونزې دي، دلته کې د امنيت وضع ډېره زياته کړه، زموږه وطن ترهګرۍ له لاسه ډېر تباه و برباد دى، لوټې لوټې دى، کاروبار نشته، نوکرۍ نشته، ګراني دومره زياته ده، بې ارامي ده، بې سکوني ده. مسئله ټوله دا ده، دا نالايقه خلک دى، نااهله خلک دى. دا نااهله خلک دى، دوى اصلي مسئلې نه د خلکو د پام اړولو لپاره دا ډرامې شروع کړي دي. دا د ايالتي نه، بلکې د مرکزي حکومت کار دى."

د يادونې وړ ده، چې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په شمالي وزيرستان کې د نومبر په لومړۍ نېټه د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې د پاکستاني وسله والو طالبانو د مشر حکيم الله مسود تر وژل کېدو وروسته، له نزدې دوو اوونيو راهيسې په خيبر پښتونخوا کې، د اعتراض په ډول د ناټو اکمالاتي لار بنده کړې ده او نوموړي په خپلې وينا کې ويلي وو، دا لار به تر هغې بنده وي، ترڅو چې امريکا پر قبآيلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند کړي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG