د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په دې باور دی چې مدني ټولنې د انتخاباتو له پروسې نه په څارنې او خلکوته د عامه پوهاوي په ورکولو سره کولای شي؛ د شفافو انتخاباتو ترسره کېدل ډاډمن کړي.
د دې کمیسون مرستیال د چهارشنبې په ورځ له مدني ټولنو سره په یوه غونډه کې له مدني ټولنو وغوښتل؛ څو د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د انتخاباتو له خپلواک کمیسون سره مرسته وکړي.
عبدالرحمان هوتکي وویل چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ښو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ژمن دی او په دې برخه کې به د اداره کوونکي رول ولوبوي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسون په دې غونډه کې د اکسن په نوم مدني ټولنو له یوې شبکې سره یو تړون هم لاسلیک کړ؛ چې له مخې یې دا شبکه د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې له دې کمیسیون سره مرسته کوي.
سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون د ښو انتخاباتو د ترسره کیدو په هکله ډاډ څرګندوي؛ خو وایي چې، امنیت لا هم هغه ستونزه ده چې؛ دوی یې د راروانو انتخاباتو په اړه اندیښمن کړي دي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو د ترسره کېدو ځینې څارونکې ادارې هم د راتلونکو انتخاباتوپه اړه اندیښنه څرګندوي.
د افغانستان د شفافو انتخاباتو د یا ټیفا بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و؛ وویل چې، د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې څلورعمده ستونزې پرتې دي.
"موږ د ټیفا له آدرسه د راتلونکو انتخاباتو په هکله اندیښنه لرو چې؛ ښایي راتلونکې انتخابات ډیرې ستونزې ولري.
یو د انتخاباتو امنیت. دوهم، په انتخاباتو کې د ښځو ګډون چې تراوسه ورته هېڅ کار نه دی شوی. درېیم، په هېواد کې ناسالمه سیاسي رقابتونه چې کولی شي؛ د خلکو په ذهنونو ناوړه اغیز وکړي او څلورم، دا چې موږ د انتخاباتو نتیجې ته ډیر اندیښمن یو."
د انتخاباتو خپلواک کمیسون که څه هم مني چې؛ امنیت د راروانو انتخاباتو پر وړاندې جدي ستونزه ده؛ خو د دې کمیسون مرستیال ډاډ څرګندوي چې؛ په راتلونکو انتخاباتو کې به د ښځوګډون پراخ وي.
د انتخاباتود خپلواک کمیسیون چارواکو همدا راز د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په بې طرفۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې، دوی به ډېره هڅه وکړي چې، راروان انتخابات له هره پلوه ډاډمن وي.
تردې وړاندې هم په افغانستان کې یوشمېر سیاسي کړیو او اشخاصو د راتلونکو انتخاباتو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې، ممکن راروان انتخابات له ډیرو ستونزو او ناخوالو سره مخامخ وي.
راپور: جمیله ظریف
د دې کمیسون مرستیال د چهارشنبې په ورځ له مدني ټولنو سره په یوه غونډه کې له مدني ټولنو وغوښتل؛ څو د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د انتخاباتو له خپلواک کمیسون سره مرسته وکړي.
عبدالرحمان هوتکي وویل چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ښو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ژمن دی او په دې برخه کې به د اداره کوونکي رول ولوبوي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسون په دې غونډه کې د اکسن په نوم مدني ټولنو له یوې شبکې سره یو تړون هم لاسلیک کړ؛ چې له مخې یې دا شبکه د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې له دې کمیسیون سره مرسته کوي.
سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون د ښو انتخاباتو د ترسره کیدو په هکله ډاډ څرګندوي؛ خو وایي چې، امنیت لا هم هغه ستونزه ده چې؛ دوی یې د راروانو انتخاباتو په اړه اندیښمن کړي دي.
موږ د ټیفا له آدرسه د راتلونکو انتخاباتو په هکله اندیښنه لرو چې؛ ښایي راتلونکې انتخابات ډیرې ستونزې ولري.ایوب زاده