د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

"د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو لپاره د فشار راوړل به کومه نتیجه ونه لري"


د کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې په پروسې او د افغان حکومت د هغې ادعا په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي؛ چې وايي، د امریکا متحده ایالاتو د ملي اردو او پولیسو په ځینو جزو تامونو تیل بند کړي دي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې دا یوه ستونزه بللې؛ خو د امنیتي ځواکونو په منځ کې له دولتي تیلو څخه د شخصي ګټې اخیستلو او د تیلو د غلا کولو مساله یې هم څیړلې ده.

ورځپاڼې لیکلي، د پولیسو له موټرو څخه شخصي استفاده اوس بیخي عامه خبره ګرځیدلې چې؛ دا هم یو ډول غلا او شوکه ده.

د محور په سرمقالې کې همداراز راغلي افغان امنیي ځواکونه باید هغسې چې شعار یې دی؛ د خلکو ساتنه وکړي، نه دا چې په لارو او سړکونو کې خلک وځوروي؛ رشوت او بډې ترې واخلي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یوه غټ سرلیک کې لیکلي؛ چې پر افغان ځواکونو د سوند موادو بندول په لوی لاس ترهګرۍ ته لاره هوارول دي.

ورځپاڼې لیکلي، امریکا او نړیواله ټولنه مکلفه ده چې؛ له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو ودریږي.

سرنوشت په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې؛ افغان او امریکايي چارواکي باید د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو په اړه اختلافات د خبرو له لارې حل کړي نه پر یو بل د فشار.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو لپاره د فشار راوړل به کومه نتیجه ونه لري.

ورځپاڼې لیکلي، د امریکا په مرسته د امنیتي ځواکونو رامنځ ته کېدل افغانستان او نړیوالې ټولنې ته یو لوی پرمختګ بلل کیږي.

خو انیس لیکلي په اوسنیو حساسو شرایطو کې چې د وسله والو مخالفینو تحرکات ډیر شوي دي؛ پر امنیتي ځواکونو د تیلو بندول به وسله وال مخالفین لا پیاوړي کړي.

کابل:

د کابل ورځپاڼې دا تبصرې په داسې حال کې کوي چې؛ ناټو ځواکونو د افغان حکومت ادعا چې؛ ویلي یې دي، د ملي اردو او پولیسو ځینو جزو تامونو ته امریکا تیل بند کړي بې اساسه بللې.

دغو ځواکونو ویلي، ښايي په پاکستان کې د لوژیستیکي ستونزو له امله د تیلو ورکړه ځنډیدلي وي؛ خو چې کله هم دوی ته ورسیږي افغان ځواکونو ته به یې ورسوي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار خبره راخیستې؛ چې ویلي یې دي، له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک کېدو سره مخالف دی.

ویسا ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي چې؛ افغانستان او پاکستان د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو په اړه موافقه وکړه.

ویسا د پاکستان د اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د راپور په حواله لیکلي؛ ولسمشر حامد کرزي او صدراعظم نواز شریف موافقه کړې چې؛ طالبانو ته په ترکیې یا سعودي عربستان کې یو دفتر پرانستل شي.

ویسا لیکلي، دا دفتر په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره جوړیږي او پاکستان په دې کار کې د همکاري ژمنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG