شاوخوا زر تنه مظاهره کوونکي وروسته له هغې په کییف ښار کې د کلیسا مخې ته راټول شول چې؛ پولیسو د خلکو د خورولو په مقصد مظاهره کوونکي په ډنډو ووهل.
مظاهره کوونکو د حکومت پر ضد شعارونه ورکول چې "شرم" استعفی وکړئ.
د ایوان په نامه یوه مظاهره کوونکي وویل؛ چې پولیسو ډېر ظلم کړی او ښځې په ځمکې راکاږلې:
"زموږ له خوا کومه پاروونه نه وه. پولیس راغلل او پر خلکو یې حملې وکړې او خلک یې ووهل. د پولیسو یوه تن چې ممکن قوماندان یې و؛ پر هغوی یې غږ وکړ چې؛ څه کوئ، ظلم مه کوئ. خو پولیس ډېر ظالمان وو. دوی ښځې پر ځمکه کشولې."
فعالان وایي، زیات شمېر مظاهره کوونکي ټپیان شوي دي. د پولیسو د زیان په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وایي؛ ۳۵ تنه مظاهره کوونکي چې له پولیسو سره یې مقاومت کاوه، نیولي وو، خو ټول یې بېرته خوشې کړې دي.
اعتراض کوونکو د حکومت د استعفی او له وخته مخکې پارلمانې انتخاباتو غوښتنه کوله.
د اوکراین پخوانۍ صدراعظمې "یولیا تیوموشینکو" چې دا مهال په بند کې ده، د حکومت پر مخالفانو یې غږ کړی چې د نن ورځې (یکشنبې) په پلان شویو لاریونونو کې دي برخه واخلي او تر هغې دې مظاهرو ته دوام ورکړي چې؛ د جمهور رییس "ویکټور یانکوویچ" حکومت په سوله ییز ډول استعفی وکړي.
په اوکراین کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي؛ متحده ایالات د اکراین له حکومت څخه په ټینګه غواړي چې؛ د مدنې ټولنې حقونو او د بیان د آزادي اصولو ته دې درناوی وکړي او دا د هغو ډیموکراټیکو ارزښتونو اساسات دي چې؛ له اوکراین سره د امریکا د ستراتیژیکې همکارۍ بنسټ جوړوي.
څو ورځې وړاندې چې کله د اوکراین جمهور رییس یانوکوویچ له اروپایي اتحادیي سره د اتحاد تړون رد کړ؛ د حکومت پر ضد مظاهرې پیل شوې او د شنبې د ورځې مظاهره هم د همدې اعتراضونو لړۍ وه.