په کابل کې یو شمیر کسان چې له دې امله د نه خوړو اعتصاب پیل کړی چې؛ وايي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یې حق نه ورکوي.
دغه اعتصاب کوونکي چې شمیر یې لسو تنو ته رسیږي د شپږو ورځو راهیسې یې په کابل کې د امریکا د سفارت مخې ته د نه خوړو اعتصاب ته دوام ورکړی.
اعتصاب کوونکي وايي چې، د درې زره او شپږ سوو نورو هغو کسانو استازیتوب کوي چې؛ د راتلونکو انتخاباتو لپاره یې د عامه پوهاوي پروګرام پرمخ وړی دی.
دوی وايي چې، دا پروګرام د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره تمویل کړی؛ خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ورته د څلورو ورځو راهیسې معاشونه نه دي ورکړي.
"زموږ غوښتنه دا ده چې، د درې زره او شپږ سوه کسانو معاشونه ورکړل شي؛ که چېرې زموږ حق رانه کړل شي؛ نو د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه به ونیسو؛ په ټول افغانستان کې به مظاهرې وکړو؛ موږ اوس دې نتیجې ته رسیدلې یو چې؛ دولت زموږ پوښتنه نه کوي، زموږ د دوه کسانو وضیعت نن ښه نه دی؛ ترهغې چې کیدای شي ساه ورکړي، خو تراوسه زموږ پوښتنه چا نه ده کړې."
دوی وايي چې، په دې موده کې یې د ولسي جرګې په ګډون بیلابیلو ادارو ته مراجعه کړې؛ خو تراوسه ورته پام نه دی شوی.
له بلې خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي د دوی ادعا ردوي او وايي چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسون یواځي په دې برخه کې د لوژیستیکي وسایلو د ورکړي مسوولیت درلود.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارلانشاه رییس ضیا الحق امرخیل د شنبي په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دوی نه دي استخدام کړي او په دې برخه کې مسوولیت نه لري:
"د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دې برنامې هېڅ نوع مالي او اداري مسوولیت نه لري؛ یوازې او یوازې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دغې ادارې لوژستیکي او عملیاتي مرستې کوي او دوی باید هغه مشخص مسوول کس پیدا کړي؛ چا چې دوی استخدام کړي دي.
د ټاکنو کمیسیون هیڅ وخت داسې کوم نه دی استخدام کړی او نه یې چا ته وعده ورکړې ده."
له دې ټولو سره دغه اعتصاب کوونکي د یوه پرېکړه لیک په خپره ولو سره وویل چې؛ د دوی حقوق باید ورکړل شي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له مسوولینو څخه باید دوی د حقونو په اړه پوښتنه وشي.
تراوسه د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.