د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

شاهد: د پاکستان له زندانه د درېو طالب بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کوو


د سولې عالي شورا وایي، چې د پاکستان له یوه زندان څخه خوشې شوي درې کسان د طالبانو د منځنۍ کچې چارواکي وو او دوی یې د ازادېدو هر کلی کوي.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وایي؛ دوی تل له پاکستان څخه د طالب بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې او وایي چې، له دې سره د سولې په بهیر کې آسانتیاوې رامنځ ته کیږي.

ښاغلي شاهد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ له تور لست څخه د طالبانو ویستل او له بند څخه د هغوی آزادېدل د سولې د خبرو پیل ته لاره هواروي.

"موږ په مجموع کې د طالبانو د ازادېدو غوښتنه کړې؛ خو د ټولو بندیانو مشخص لست موږ نه دی ورکړی، دا یوه ښه اقدام ګڼو، دا درې کسان چې خوشې شوي، د معلوماتو له مخې د طالبانو متوسط خلک وو؛ رول لري او موږ یې هر کلی کوو، دا یوه سلسله ده او د سولې لپاره روانه ده، د تسهیلاتو لپاره دا فایده لري."

د سولې عالي شورا دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې؛ پاکستان د سه شنبې په ورځ د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د سلاکار "عبدالاحد جهانګیروال" په ګډون درې طالب مشران له بنده آزاد کړل.

دوه نور خوشې شوي طالبان "ملا یونس" او "ملا عبدالمنان" نومیږي چې؛ ملا یونس په کابل کې د طالبانو قومندان وو او ملا منان د طالبانو د رژیم پرمهال د هلمند والي وو.

پاکستان له دې وړاندې هم د ملابرادر په ګډون شااوخوا دېرش طالب مشران له بنده آزاد کړي دي.

د سولې عالي شورا یو لوړ پوړی پلاوی هم تیره اونۍ پاکستان ته تللی و او هلته یې د صدر اعظم په ګډون له بیلابیلو پاکستاني چارواکو سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.

د دې شورا ویاند وایي، کابل ته به د پاکستان د صدر اعظم نواز شریف د سفر پرمهال هم د سولې په اړه هر اړخیزې خبرې وشي.

ټاکل شوې د پاکستان صدر اعظم نواز شریف راتلونکې دوشنبې کابل ته راشي؛ خو د کارپوهانو په باور ښاغلی شریف به په دې سفر کې د تېر په څیر یوازې ژمنې وکړي.

احمد سعیدي هم ورته نظر لري:

"پاکستان په تیر وخت کې هم یوازې ژمنې کړي؛ فکر نه کوم چې د نواز شریف له سفر سره زموږ ستونزې حل شي؛ دا یو تګ راتګ دی او یو بل ته ژمنې ورکول دي؛ موږ باید د اوږد وخت لپاره انتظار وکړو او وګورو چې پاکستان څومره صادقه دی او څومره یې ژمنې عملي کیږي."

پاکستان وایي، طالبان د دې لپاره له بنده آزادوي چې؛ د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

خو د ملا برادر په ګډون خوشې شويو نورو طالب مشرانو تراوسه په ښکاره د سولې له بهیر سره مرسته نه ده کړې او د ډېرو خوشې شوېو طالبانو سرنوشت هم نامعلوم دی.

که څه هم د سولې عالي شورا وایي؛ چې له ملا برادر سره دوی په تماس کې دي؛ خو د کارپوهانو په باور ملابرادر اوس د طالبانو په منځ کې دومره نفوذ او رول نه لري او داسې نه ښکاري چې، د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG