د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

راشیدي: په نشه يي توکو روږدي کسان له اټکله ډېر شوي دي


د افغانستان د مخدرو موادو پرضد وزارت چارواکي وایي؛ ښايي دوه نیم ملیونه کسان په دې هیواد کې په نشو روږدي وي.

له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت چارواکو، په هېواد کې په مخدروموادو د روږدو زیاتیدل؛ لویه ټولنیزه ستونزه وګڼله او تاکید یې وکړ چې، د دوی درملنې ته باید تدابیر جدي او پراخ شي.

د دې وزارت سرپرست دین محمد مبارز راشدي شته ستونزه په هیواد کې د کوکنارو د کښت له زیاتیدو او تولید پورې تړلې وبلله او ویې ویل چې؛ د دې ستونزې کمولو ته باید په ملي او نړېواله سطح مبارزه وشي.

ده د سې شنبی په ورځ له کابل ښار څخه د روږدو د راټولولو د کمپاین د پیل پرمهال وویل؛ باوري دی چې، په هېواد کې به په مخدروموادو د روږدو شمېر دوه نیم ملیونو ته رسیدلي وي:

"موږ رسمي شمیرې لرو چې په هېواد کې د روږدو شمېر یومیلیون او درې لکو تنو ته رسیدلي؛ خو دا شمېره کره نه ده، زه په دې باوریم چې کیدای شي په هېواد کې دروږدو شمېر دوه نیم میلیونه وي."

په دې کمپاین کې د مخدروموادو له وزارت سره، د کورنیو چارواو د کار او ټولنیزو چارو وزارتونه مله دي.

د مخدرو موادو وزارت چارواکو داهم وویل؛ دا کمپاین به څو اوونۍ دوام وکړي او په هره اوونۍ کې به پنځوس روږدي د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونه ولیږل شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په تېرو نهو ورته کمپاینونو کې له کابل ښار څخه څه کم اوه سوه روږدي راټول شوي او په روغتیایي مرکزونو کې بستر شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب ريیس وایي؛ اوسمهال په ټول هېواد کې په مخدروموادو دروږدو د درملنې یوسلو اوه مرکزونه فعال دي چې؛ هرکال په کې درویشت رزه روږدی بستر او درملنه یې کیږي.

په کابل ښار کې روږدي اکثره په پل سوخته، باغ علي مردان، کابل سیند، حضوري چمن او ځینو نورو سیمو کې شپه او ورځ اوسیږي او په همدغو ځایونو کې مخدر مواد هم کاروي.

ځیني روږدي د حکومت دا اقدام ګټور نه ګڼي؛ دوی وایي، اکثره روږدي له درملنې وروسته، بېرته مخدرو موادو ته مخه کوي.

یوه ازادي راډیوته وویل، چې په روغتیايي مرکزونه کې د دوی سمه درملنه نه کیږي:

"هلته نه سم درمل شته او نه سمه درملنه. روږدی نیسي، هلته یې وړي او بس. همدا علت دی چې، روږدي له روغتیایي مرکزه له وتو وروسته؛ بېرته مخدر مواد کاروي."

ځینو یې وویل، په ایران کې په مخدرو موادو روږدي شوي او غواړي چې، د موثرو روغتیایي خدماتو له لارې، له دې کړاوه خلاص شي.

بل خوا ځیني کابل ښاریان په مخدروموادو له روږدو شکایت کوي او وایي، یوشمېر یې سربیره پردې چې خلکو ته ستونزې پیښوي، غلا هم کوي.

خلک داهم وایي، دا کمپاینونه ښه نتیجه نه ورکوي. خو د مخدرو مواد پرضد د مبارزې وزارت وایي؛ دا یوه لویه ستونزه ده او د مسلسلې مبارزې په نتیجه کې به کمه شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG