د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

"ولسمشر حامد کرزی دې ژر امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي"


که څه هم جمهور رییس حامد کرزي د مشورتي لویې جرګې په اختتامیه غونډه کې یوې ځلې بیا وویل چې؛ له امریکا سره امنیتي تړون به له انتخاباتو وروسته لاسلیک شي؛ خو د ملي شورا یو شمیر غړي له نوموړي سره مخالف دي.

د افغانستان د ولسي جرګې ځینې غړي له ولسمشر حامد کرزي څخه غواړي د مشورتي لویې جرګې پریکړو باید ته احترام ولري او هرڅومره چې ژر کېدای شي له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي.

په دې اړه د ولسي جرګې دوو تنو غړیو نیسیمې نیازۍ او خالد پښتون د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ د امنیتي تړون په لاسلیک کې باید ځنډ رانه شي او ژر دې رلاسلیک شي:

"۱ - زما په نظر ولسمشر باید په دې کې ځنډ رانه ولي او په انتخاباتو پورې یې ونه تړي باید ژر تر ژره لاسلیک کړي؛ زما په اند که لاسلیک یې نه کړي امریکا به په دې کې ځنډ ونه مني او هغه مشکلات چې بیا وروسته پیدا شي زه فکر نه کوم چې هغه مشکلات به بیا دافغانستان په ګټه وي.

۲- له ولسمشر نه صمیمانه غوښتنه دا ده د دونیم زور کسانو غونډه چې د ده په غوښتنه، په وړاندیز او ابتکار جوړه شوې وه او هم یې پرې ټینګار کاو د هغې پریکړې ته په احترام قایل شي."


له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه څلور ورځنۍ مشورتي لویه جرګه تېره ورځ ختمه شوه چې؛ شاوخوا دوه نیم زرو کسانو په کې ګډون کړی و.

یادې جرګې له امریکا سره امنیتي تړون تایید کړ؛ خو په هغې کې یې د ځینو تعدیلاتو غوښتنه هم وکړه.

جمهور رییس کرزی ویلي، امریکا دې په افغانستان کې سوله او شفاف انتخابات تضمین کړي بیا به دا تړون ورسره لاسلیک شي.

بل خوا د ولسي جرګې دویم مرستیال صالح محمد سلجوقي وايي؛ هر تړون باید لومړی د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شي؛ بیا د تصویب لپاره ملي شورا ته ځي.

هغه وویل، تر څو چې دا تړون لاسلیک نه شي، ملي شورا پرې بحث نه شي کولای.

بل خوا د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار په دې باور دی چې؛ په ملي شورا کې دې تړون په ملاتړ روحیه موجوده ده:

"د مشرانو جرګې یو شمېر غړو هم د لویې جرګې غړیتوب درلوده؛ خپلې مشورې یې مخکې له مخکې ورکړې. خو اصلي صلاحیتونه یې هغه وخت کارول کیږي چې؛ کله بېرته شورا ته راشي هغه وخت به قضاوت کوو؛ خو زما په نظر ډېر مخالفت موجود نه دی؛ د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې د اسلام مقدس دین د احکامو په پام کې نیولو سره به خپله پریکړه وکړو."

د افغانستان او امریکا حکومتونه له شاوخوا یو نیم کال چڼو او مذاکراتو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي تړون پر مسودې موافقې ته ورسیدل.

خو د دې تړون د لاسلیک کېدو د وخت ټاکل د یوې لانجمنې مسالې په توګه پاتې ده.

امریکايي چارواکو ویلي چې؛ دا تړون باید د روان میلادي کال تر پایه لاسلیک شي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG