د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تیر یوه کال کې د دې هیواد په جنوبي ولایتوکې د پولیو یا د ماشومانو د فلج هیڅ پيښه یې نه ده ثبت کړې .
د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه وايي، په جنوبي ولایتو کې د پولیو پر ضد د مبارزې بریالیتوب به په ختیځو سیمو کې هم د دې ناروغۍ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، سږکال د افغانستان په ختیځ کې د ماشومانو د فلج نهه پيښې ثبت شوې دي.
مخکې ویل شوي وو چې کندهار او هلمند د ماشومانو دفلج یا پولیو عمده مرکزونه دي ځکه په دې سیمو کې د پولیو د ویروس د دوامدارو منابعو د موجودیت ویره وه .
خو په وروستیو کې په جنوبي سیمو کې د پولیو د هیڅ پیښې نه ثبتیدل په هلمند ، کندهار او شاوخوا سیمو کې د پولیو د واکسین کمپاینونه بریاليتوب څرګندوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دې پرمختګ یو لوی دلیل هغو سیمو ته د پولیو ضد واکسین رسول دي چې تر دې مخکې نه شوای رسیدلاي.
د عامي روغتیا وزارت خبرپاڼه وايي، لا هم د افغانستان په ډیرو برخو کې ماشومانو ته د فلج ضد واکسین نه رسیږي او پر خلکو ږغ کوي چې په دې اړه د معلوماتو د خپرولو لپاره هڅې زیاتې کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان او د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتود مرستې اداره یونیسف غواړي چې په افغانستان کې پولیو یا د کوچنیانو فلج په بشپړ ډول له منځه یوسي.
د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ډاکټر ریچرد پیپرکورن ویلي چې په کندهار او هلمند کې د ماشومانو د فلج د ورکولو لپاره په مبارزه کې د کورنیو همکاري ډیره مهمه وه.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې تیرکال یې د ماشومانو د فلج اوه دیرش پيښې ثبت کړې وې خو سږکال یې شمیر نهو ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د فلج ویروس د پولې د پورې غاړې خلکو د تګ راتګ له امله خپریږي.
څه موده مخکې په ختیځو ولایتو کې روغتیايي مسولینو وویل چې د پولیو پيښې په هغو سیمو کې ثبت شوې چې پاکستانۍ کورنۍ ور کډه شوې دي.