د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

خيبر پښتونخوا: د بې پيلوټه الوتکو بريد، ٦ تنه ووژل


د خيبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په ټل سيمه کې دولتي چارواکي وایي، چې د مشکوکو بې پيلوټه الوتکو په یوه تازه برید لږ تر لږه ٦ کسان وژل شوي او ٤ ټپيان شوي دي.

د ځايي دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د پنج شنبې په سهار د خيبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په ټل کې پر يوې مدرسې درې توغندي وويشتل، چې په ترڅ کې ٦ کسان مړه او ٤ تپيان شول.

د سيمې د امنيتي مسوولينو د وينا له مخې، د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې وژل شوي کسان د مدرسې زده کوونکي دي.

د ټل يو تن سيمه ييز اوسېدونکي د خپل هويت پټ پاتې کېدو په شرط ازادي راډيو ته وويل:

"نن سهار د ټل پر يوې مدرسې د امريکا بې پيلوټه الوتکو څو پرله پسې بريدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې د مدرسې وداني په بشپړه توګه ونړېده او درنه مرګ ژوبله يې واړوله. دا مدرسه د حقاني شبکې سره تړاو لري او مشران يې ددغې ډلې غړي دي . "

د نوموړي په وينا په سيمه کې د بې پيلوټه الوتکو تر بريد وروسته تر ډېره پورې ددغو الوتکو پروازونه روان وو.

د خيبر پښتونخوا د هنګو په ټل کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريد په داسې وخت کې کېږي، چې په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز د چهارشنبې په ماښام ويلي وو، چې امريکا ورسره ژمنه کړې ده، چې د حکيم الله مسود تر وژل کېدا وروسته به پر قبايلي سيمو د بې پيلوټۀ الوتکو بريد ونه کړي.

تر دې مخکې د روانې مياشت په لومړۍ نېټه د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د پاکستاني وسله والو طالبانو مشر حکيم الله مسود د خپلو نېزدو ملګرو په ګډون ووژل شو، چې له امله يې د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ پيلېدونکې خبرې وترې وځنډېدې.

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ګواښ کړى، چې د نومبر په ٢٣مه نېټۀ به په خيبر پښتونخوا کې په افغانستان ک د مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو پرمخ اکمالاتي لار وتړي.

د يادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل دى چې د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د خيبر پښتونخوا د ايالتي حکومت تر ولکې لاندې سيمه کې بريد وکړ.

ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG