د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د کاندیدانولست د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته واستول شو


د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو وروستی لست برابر او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته یې وستاوه.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون که څه هم د کاندیدانو وروستی لست د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاره، خو وایي دا کمیسیون حق لري چې د انتخاباتو تر ورځې د کاندیانو په لست کې بدلون راولي.

د انتخاباتي شکایتونود کمیسیون رییس عبدالستار سعادت وایي چې؛ له ډیرو څیړنو وروسته یې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په لست کې یو بدلون راوړ او هغه هم د یوه تن اضافه کیدل دي.

د نوموړي په خبره د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له ډلې نه یې څلویښت تنه حذف خو شپږ اویا نور اضافه شول.

ښاغلي سعادت د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې؛ د انتخاباتو تر ورځې دوي دا حق لري چې؛ د شکایتونو پر اساس کاندیدان زیات اویا هم کم کړي:

"موږ به له دې وروسته ان له وروستی لیست نه هم ځینې کسان لرې کوو د انتخاباتوترورځې پورې.

که مو وموندل چې؛ څوک دوهم تابعیت لري، تحصیلي اسناد یې ستونزه لري او یا هم په جرمي مسایلو کې د محکمې قطعی حکم تر لاسه شو او یا داسې نورې موضوعګانی چې؛ د کاندیداتورۍ مانع ګرځي موږ هغوي لرې کوو".

خو ښاغلي سعادت د جمهوري ریاست د کاندیدانو په لست کې د زیات شوي کس نوم څرګند نه کړ او ویې ویل چې؛ دا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له صلاحیتونوڅخه بلل کیږي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون منشي نادرمحسني پرون ازادي راډیو ته ویلي وو چې؛ د جمهوري ریاست د کاندیدانو له لست څخه یو شمېر کاندیدان حذف شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د میزان په دیرشمه نیټه د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو لست د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته استولی وو.

په دې لست کې د جمهوري ریاست لس تنه او د ولایتي شوراګانو شاوخوا دوه نیم زره تنه کاندیدان شامل وو.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي چې؛ په دې موده کې دوي د کاندیدانو پر ضد څه باندې زر اعتراضونه ترلاسه کړي وو چې؛ څیړنو یې له ټاکلې مودې دوه ورځې زیات وخت ونیوه.

د دې کمیسیون مشرښاغلي سعادت وویل چې؛ دوي شکایتونه او اعتراضونه په دقت څیړلي او حاضر دي چې؛ په اړه یې اسناد وړاندې کړي:

"د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د خپلو پریکړو په اړه پوره اسناد لري او له خپلې هرې فیصلې نه موږ دفاع کولای شو.

یعنی موږ د معتبر اسناد پر اساس حکم کړی.

په ډیرو ولایتونو کې ډیرو کاندیدانو خپل د بکلوریا تحصیلي سند په تزویري توګه جوړ کړي.

له موږ سره په دې برخه کې خلک ډیره مرسته کولای شي، د دوي مرستې هم شفافیت زیاتوي او هم د انتخاباتو پر مشروعیت مثبته اغیزه پرې باسي".

لا تر اوسه نه ده معلومه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د را روانو انتخاباتو د کاندیدانو وروستی لست څه وخت اعلان کړي.

خو د دې کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل آزادي راډیوته له مخکې نه ويلي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون لخوا دوی ته د لست له رسیدو سره سم به یې اعلان کړي.

د انتخاباتي شکایتونوکمیسیون وایي چې؛ د ولایتي شوراګانو کاندیدان تر ډیره په تحصیلي اسنادو کې د تزویر له امله له لست نه لرې شوي او ټول هغه کسان یې څارنوالۍ ته معرفي کړي چې؛ تزویري اسناد یې دوي ته وړاندې کړي وو.

دې کمیسیون همدا راز وویل چې؛ د جمهوري ریاست د یو شمېر کاندیدانو پر ضد هم د اختلاس، اداري فساد، قتل، د ځمکې د غصب او جنګي جنایتونو شکایتونه شوي چې د دوي له خوا عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوي ترڅو په اړه یې اجرآت وکړي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG