د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۶

"کاندید وزیران دې ژر ولسي جرګې ته معرفي شي"


د ولسي جرګې ادارې هیت په پارلماني چارو له دولت وزارته غواړي ترڅو نوي ټاکل شوي سرپرست وزیران د باور رايي اخیستو لپاره دې جرګې ته معرفي کړي.

جمهور رییس په دې وروستیو کې پنځو نویو وزارتونو ته کاندید وزیران وټاکل چې؛ باید له ولسي جرګې د باور رایه واخلي.

شاوخوا دوه اونۍ کیږي چې؛ جمهور رییس پنځه نوي کاندید وزیران ټاکلي، خو ولسي جرګه وايي، د سرپرستانو د قانون له مخې دوی باید له یوې میاشتې مخکې له ولسي جرګې څخه د باور رایه هم واخلي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ په پارلماني چارو کې د دولت وزارت باید ژر تر ژره د باور رایې د اخیستلو لپاره ددې نویو نویو کاندید وزیرانو اسناد ولسي جرګي ته ور ولیږي:

"موږ د ادارې هیت په توګه تل په عمومي مجلسونو کې دا ویلي او په دې اړه مو په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته رسمي مکتوبونه لیږلي چې د سرپرستو وزیرانو اسناد ولسي جرګې ته را ولیږي خو له بد مرغه د دولت او مقننه قوې دا کار دي چې څه ستونزه وه هغوي په اړه پوهیږی .

په اصل کې کوم وزیر چې د کاندید په نوم معرفي کیږي د هغه باید سبا یا بل ورځ بشپړ اسناد ولسي جرګې ته وړاندې شي."


د افغانستان د سرپرستانو د قانون له مخې چې د پارلماني چارو وزارت وايي د ولسمشر له خوا توشیح شوی هم دی، یو کس له یوې میاشتې ډیر د یوه وزارت سرپرست نشي پاتې کیدای.

ولسمشر حامد کرزي د روانې عقرب میاشتې په ۷ نیټه پینځه نوي سرپرست وزیران وټاکل چې باید له ولسي جرګې د باور رایه هم واخلي.

ضرار احمد مقبل عثماني د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ؛ عارف نورزی د اوبو اوانرژۍ وزارت سرپرست ؛ شاکر کارګر د سوداګرۍ وزارت سرپرست ، اکبر بارکزی د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرست او دین محمد مبارز راشدي د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت سرپرست وټاکل شول.

ددې وزارتونو پخوانیو وزیرانو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ګډون په هدف له خپلو پوستونو استعفاوې وکړې.

په عین وخت کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت وايي، چې یو اونۍ مخکی دوي د سرپرستو وزیرانو بشپړ اسناد د ولسي جرګې دینې او فرهنګي چارو کمېسیون ته سپارلي دي.

په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت ویاند نعمت الله بشروال آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ دوی چمتو دي ترڅو نوي سرپرست وزیران ولسی جرګې ته د باور راي اخیستو لپاره ور وپیژني.

د افغانستان ولسي جرګې پوره پینځه کاله وړاندې د سرپرستو وزيرانو د كار د مودې او صلاحيتونو په هكله د يوه قانون طرح د رايو په اكثريت تصويب كړه.

پخوا داسې هم لیدل شوي چې؛ ولسي جرګې یو کاندید وزیر رد کړی خو هغه بیا د څو میاشتو یا کلونو لپاره د وزارت د سرپرست په توګه پاتې شوی دی.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG