د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۰۱

په افغانستان کې د پانګونې لپاره بل جالب فرصت


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپانو په هند کې له افغانستان سره د سوداګرۍ په نوم د نړېوال دوه ورځني کنفرانس په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي هند د افغانستان د پانګونې په اړه د نړېوال کنفرانس کوربه دی.

وړاندې په مطلب کې راغلي له بېلابېلو هېوادونو څخه ۲۵۰ سوداګر په دې کنفرانس کې ګډون کوي او افغان دولت به هلته په افغانستان کې موجود چانسونه ګډون والو ته تشریح کړي.

ورځپاڼه د سوداګرۍ او صنایعو د خونو له مرستیال خان جان الکوزي څخه په نقل لیکلي، دغه ډول کنفرانسونه کولای شي، د افغانستان پانګونه او سوداګري پراخه کړي.

انیس دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د پانګونې لپاره بل جالب فرصت ترسرلیک لاندې سرمقاله خپره او په یوه برخه کې راغلي، په اوسنیو شرایطو کې دا ډول کنفرانسونه جوړول په افغانستان کې دپانګې اچونې دتشویق لپاره ښه زمینه برابروي.

بلې دولتي ورځپاڼې هېواد په خپله سرمقاله کې لیکلي د ډیلي نړېوال کنفرانس به د افغان سوداګرۍ د پراختیا لپاره پانګوال راجلب کړي.
د لیکوال په باور یوه مسله باید له یاده ونه ایستل شي،چې پانګوال دې دافغانستان پرسپېرو دښتو او درو نه تېروځي ،بلکې دلته دترېلیونو ډالرو په ارزښت زیرمې شته ،چې ان دلتیمو بډایې زیرمې یې ښې بېلګې دي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې دانه یوازې د افغانستان د راتلونکې بسیاینې لپاره کافي دي ،بلکې پانګوالو ته هم غوره موقع ده ،چې ترې ګټه پورته کړي.

محور په خپله سرمقاله کې لیکلي افغانستان نور له سیمه ییزې محدودې وتونکی دی او په نړیوال کلي کې دا کور هم دخپل ځای دثابتولو په لړ کې چټک ګامونه اوچتوي.

د لیکوال په باور د افغانستان اقتصاد پیاوړتیا لپاره هره کوچنۍ هڅه هم لویه ده او دسیمې پرهېوادونو سربېره له نړۍ سره هم د دې اړیکو رغول د یو باثباته افغان اقتصاد تضمینولای شي.

دنیا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې د افغانستان او دهند اړیکې د سیمې د ثبات او پراختیا لپاره څومره مهمې دي؟

د لیکوال دمعلوماتو له مخې ټولو ته معلومه ده چې هند په سیمه کې یوازینې هېواد دی چې دافغانستان دثبات لپاره یې تل دافغانانو ملاتړکړی دی ،هند هم لکه دافغانستان د تروریزم تر تهدید لاندې دی.

د لیکوال په باور له هند سره داړیکو لاپراختیا دافغانستان په ګټه ده .

چمتوکوونکی:رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG