د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

کابل او واشنګټن د مسودې ویشل پیل کړي


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان او امریکا ترمنځ د دفاعي او امنیتي تړون په اړه په یو لیکنه کې وايي:

د امریکا متحدو ایالتونو او افغانستان د دوه اړخیز امنیتي تړون د بشپړه شوې مسودې ویشل پیل کړي دي.

ورځپاڼه د امریکا د کانګرس او د اوباما د ادارې د چارواکو په حواله زیاتوي، تمه ده، د دې کال تر پای پورې به دا سند لاسلیک شي.

د دې سند له مخې له راتلونکې میلادي کال وروسته چې؛ بهرني محاربوي سرتیري له افغانستان څخه وځي، په دې هېواد کې د امریکا ځواکونو د حضور څرنګوالی ټاکل کیږي.

ورځپاڼه وايي، په دې تړون کې د افغانستان له قوانینو څخه د امریکايي سرتیرو د مصونیت مساله هواره شوې ده او په کې یادونه شوې ده چې د امریکا متحده ایالتونه به د امریکايي پوځيانو او د دفاع د وزارت د هغو ملکي مامورینو لپاره چې له دوی سره به وي، ځانګړي قانونې او عدلي سیستم ولري.

ورځپاڼه د امریکا د یو لوړ پوړي چارواکي له خولې زیاتوي، چې په دې سند کې دا هم روښانه شوې چې د امریکايي سرتیرو له خوا د ناسمې کړنې په صورت کې به هیڅوک له قانوني تعقیب څخه خوندیتوب ونه لري.

د واشنګټن پوسټ ورځپانه لیکي، د امریکا د متحدو ایالتونو ادارې تیره اونۍ د امریکا د کانګرس غړیو ته د دې سند په اړه د معلوماتو ورکول پیل کړي.

همدارنګه د پنجشنبې په ورځ به د افغانستان درې زرو قومي او سیاسي مشرانو څخه جوړه لویه جرګه ددې سند پر مادو غور پیل کړي.

ورځپانه زیاتوي، که څه هم ځینې انتقادونه ممکن دي خو امریکايي چارواکي باور لري چې که څه بدلونونه راځي هغه به واړه بدلونونه وي. ولسمشر کرزي بیا ویلي چې په دې اړه به د لویې جرګې پریکړې ومني.

ورځپاڼه د امریکا د حکومت د یو لوړ پوړي چارواکي له خولې وايي، په دې سند کې په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو د شمیر یادونه نه ده شوې، او د سرتیرو د اندازې په اړه به د ۲۰۱۴ م کال په لومړیو کې ولسمشر بارک اوباما پلان اعلانوي.

په واشنګټن پوسټ کې د خپرې شوې مقالې لیکوال زیاتوي، که چیرې دا سند لاسلیک نه شي، دا به هغه د یاد وړ مرسته له خطر سره مخ کړي چې د ناټو غړیو هیوادونو منلې چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به په کلني ډول څلور میلیارده ډالر په افغانستان کې ولګوي.

د ناټو غړيو او نورو چې غواړي په افغانستان کې روزونکي پریږدي ویلي، د امریکا او افغانستان ترمنځ له تړون پرته به دوی هم له دې هیواده ووځي.

ورځپاڼه زیاتوي، کله چې؛ د افغانستان او امریکا ترمنځ دا سند لاسلیک شي ناټو به به دې هیواد سره د اوږدمهالي توافق په اړه خبرې اترې پیل کړي.

د سکاټیش هیرالډ خپرونې د عربي متحدو اماراتو په شارجه ښار کې د نړۍ شل اوریزو کرکټ لوبو ته د غوراوي په سیالیو کې د افغانستان سکاټلینډ په لوبه لیکنه خپره کړې او لیکي:

د سکاټلینډ د دوو تکړه لوبغاړو، کالم مک لویډ او مات مچن سره سره چې په دې لوبه کې یې ګډون کړی و، سکاټلینډ ونه شو کولای چې افغانستان ته ماتې ورکړي.

خپرونې د مک لویډ دا خبره راخیستي چې وايي، دوی لوبه ډیره تهاجمي پیل کړه، افغانانو ښه لوبه پیل کړه او موږ هڅه کوله چې لوبه ونیسو.

خو نوموړي، هیله څرګنده کړې ده چې، په دې سیالیو کې هالینډ او افغانستان د جمعې ورځې لوبې بایللي، او که چیرې موږ وکولای شو په راتلونکو پنځو لوبو کې د لوبو کنټرول په لاس کې واخلو نو په خپل ګروپ کې لوړ ځای ته رسیدای شو.
XS
SM
MD
LG