د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۵۳

لویې جرګې خیمې ته نږدې سیمه کې انتحاري حمله وشوه


د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ د لویې جرګې د خیمې په سیمه کې انتحاري حمله د امنیتي ځواکونو کمزوري نه څرګندوي.

که څه هم د مشورتي لویې جرګې د امنیت لپاره له یوې میاشتې راهیسې ځانګړي تدابیرنیول شوي؛ خو بیا هم وسله وال مخالفان وتوانیدل چې؛ د لویې جرګې د جوړېدو ځای ته نږدې سیمه کې انتحاري حمله وکړي.

امنیتي چارواکي تاییدوي چې، په دې حمله کې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو دوی یې د دقیقې شمېر په اړه څه نه وایي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې؛ د لویې جرګې د خیمې په سیمه کې امنیت ټینګ دی او دوی له دې درکه اندیښنه نه لري:

"په دې کې هیڅ شک نشته چې د لویې جرګې د امنیت ټینګول د امنیتي ځواکونو لپاره یوه عمده موضوع ده.

یوازې په تیره یوه اونۍ کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو ډیرې توطئې شنډې شوې. دا انتحاري حمله کوونکی هم د افغان امنیتي ځواکونو ترتعقیب لاندې و.

موږ ډاډ درکوو چې، د دښمن هره دسیسه چې هغوی یې حتی فکر هم وکړي شنډیږي."


عیني شاهدان وایي چې، په نننۍ انتحاري حمله کې شاوخوا دېرش تنه ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه مړه او ټپیان شوي.

دوی همدا راز وایي چې، په دې پیښه کې یوشمېر نقلیه وسایط چې په سیمه کې ولاړ وو؛ هم تخریب شوي دي.

د لویې جرګې د خیمې په څو سوه مترۍ کې دا انتحاري حمله په داسې حال کیږي چې؛ د پنجشنبې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې مشورتي لویه جرګه جوړیږي.

په دې لویه جرګه له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه بحثونه او سلا مشورې کیږي او له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې امنیتي ځواکونه دا سیمه په جدي توګه څاري.

د امنیتي چارو کتونکي نننۍ انتحاري حملې ته په اشاره وایي چې؛ افغان امنیتي ځواکونه لا هم په مسلکي ډول ښه نه دي روزل شوي.

د امنیتي چارو څیړونکي "جاوید کوهستاني" په دې اړه آزادي راډیو ته وویل چې؛ امنیتي ځواکونه په رواني لحاظ دښمن نشي پېژندی:

"کشفي ارګانونه ملي امنیت او پولیس ټول په سیمه کې موجود دي؛ دوی تلاشي هم کوي.

ستونزه دا ده چې د دوی روزنه لنډ مهاله وه او په رواني لحاظ دښمن نشي پیژندی.
موږ مسلکي او تخصصي پولیس کم لرو او په پولیسو کې کمزورتیاوې شته."


له امریکا سره د امنیتی اودفاعي سند په اړه مشورتې لویې جرګې ته د افغانستان له بیلا بیلو برخو څخه له دوه نیم زرو څخه زیات استازي بلل شوي.

د مشورتي لویې جرګې د امنیتي تدابیرو لپاره یو خاص امنیتی کمیسیون هم جوړ شوی او له پولیسو سربیره د ملي اردواو ملي امنیت ځواکونه هم په سیمه کې موجود دي.

راپور: نسیم شفق

پخواني معلومات:

د لویې جرګې د جوړیدو ځای ته نږدې نن مازدیګر مهال موټر بم چاودنه وشوه چې؛ مرګ ژوبله یې هم رامنځ ته کړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې؛ چاودنه د برهان الدین رباني د ښونې او روزنې د پوهنتون مخې ته شوې؛ خو یاده سیمه د لویې جرګې له خیمې سره لږ فاصله لري.

"چاودنه د ښونې او روزنې پوهنتون څلور لارې ته نږدې شوې؛ ټپيان او مړي لري، ټپيان روغتون ته انتقال شوي او پولیس په سیمه کې موجود دي."

صدیقي ونه ویل چې د ټپيانو او وژل شویو شمیر په دقیق ډول څومره دی.

پخواني معلومات:

د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند او د لویې جرګې د جوړېدو ځای ته نږدې یوه چاودنه شوې چې تراوسه یې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.


د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ دوی هم د چاودنې غږ اوریدلی؛ خو تراوسه یې د زیان په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.


د راپورونو له مخې دغه چاودنه د درېیو بجو په شااوخوا کې د استاد برهان الدین رباني د ښونې او روزنې پوهنتون ته نږدې شوې او دا سیمه د لویې جرګې له خیمې سره هم لږ فاصله لري.
XS
SM
MD
LG