د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د لوګر په "ازره" کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه بیا زیات شوي


د لوګرسیمه يیز مسوولان وایي چې؛ د دې ولایت په ازرې ولسوالۍ کې یو ځل بیا د وسله والو مخالفانو فعالیتونه زیات شوي.

د ازرې ولسوال او اوسیدونکې وایي چې؛ وسله وال مخالفان پر امنیتي پوستو حملې کوي او په دې هڅه کې دي چې؛ دا ولسوالۍ یو ځل بیا نا امنه کړي.

د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د سیمرغ عملیاتو له ترسره کېدو لږه موده وروسته د دې ولسوالۍ مسوولان او اوسیدونکې وایي چې؛ وسله والو طالبانو یو ځل بیا پر دې ولسوالۍ فشار زیات کړي دي.

دوي وایي چې؛ وسله وال طالبان د ازرې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي پوستو حملې کوي لارې بندوي او هڅه کوي چې؛ دا ولسوالۍ بیا پر خپل مرکز بدله کړي.

د ازرې ولسوال حمیدالله حمید د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې ولسوالۍ کې د سیمرغ پوځي عملیاتو ښه نتیجه ورکړه، خو د امنیت د ټینګښت لپاره یې لازم امنیتي ځواکونه ازرې ته ونه لیږل شول:

"د سیمرغ عملیات بریالي وو، خو له بده مرغه چې هغه ځواکونه په ازرې کې پاتې نشول یوازې د ملي اردو او عامه نظم د پولیسو یویو ټولي پاتې شول.

ازرې ته باید ډیره توجه وشي اوس مهال ډیر وسله وال مخالفان دلته شته او که فعالیتونه یې همدا سې دوام وکړي سربیره پردې ولسوالۍ کابل به هم له ډیر ګواښ سره مخامخ کړي."

په ازرې ولسوالۍ کې د روان لمریز کال د اسد د میاشتې په لومړۍ نیټه د سیمرغ په نوم د افغان ځواکونو پراخ پوځي عملیات پیل شول.

دا عملیات وروسته ترهغې وشول چې؛ د لوګر سیمه يیزو چارواکو تایید کړه چې؛ ازره د وسله والو مخالفانو په مرکز بدله شوې او وسله وال طالبان پر نورو سیمو د حملو ډیر پلانونه په همدې ولسوالۍ کې جوړوي.

د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکې هم وایي چې؛ د سیمرغ عملیاتو له ترسره کېدو وروسته هلته امنیت ښه شوی وو، خو د دوي په خبره اوس مهال بیا په دې ولسوالۍ کې نا امنۍ او ستونزې ډیرې شوي.

د ازرې ولسوالۍ دوو تنو اوسیدونکو په دې اړه ازادی راډیو ته وویل چې؛ ان د دې ولسوالۍ مواصلاتي لارې هم بندې دي:

"۱- لارې په بشپړه توګه بندې دي، پنځه شپږ سوو طالبان حملې کوي او له امنیتي ځواکونو سره جنګ کوي.

قوی جنګ روان دی او خلک له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.

۲- په ازره کې اوس هم جنګ شته، طالبان لکه حشر داسې له ټولو سیمو راټولیږي او له غرونو نه را ښکته کېږي او لارو ته را وځي".

د ازرې ولسوالۍ د امنیې قومندان نقیب الله اوربل هم ازادي راډیو ته وویل چې؛ وسله والو مخالفانو په دې ولسوالۍ کې خپل فعالیتونه زیات کړي.

په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې لوا قومندان جنرال عبدالرازق هم په ازرې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو بیا فعالیدل تاییدوي، خو وایي چې؛ امنیتي ځواکونه دا توان لري چې د هغوي حملې شنډې کړي.

ده څرګنده کړه چې؛ درې سوه سیمه يیز پولیس د ازرې ولسوالۍ لپاره په پام کې نیول شوي او ډیر ژر به د مسلکي زده کړو له پای ته رسولو وروسته دې لرې پرتې ولسوالۍ ته واستول شي:

"په ازره کې رښتیا هم ځواکونه کم دي په ژمي کې به کفایت وکړي خو دایم نه.

زموږ پلان دا دی چې؛ پسرلي ته خپل ځواکونه هلته زیات کړو.

ازره د درېیو سوو سیمه يیزو پولیسو تشکېل لري کله چې هغوي په وسلو سمبال او هلته واستول شي نو بیا به ځواکونه پوره شي او سیمه ایزو پولیسو هلته ښه نتیجه هم ورکړې.

د پسرلي لپاره به مونږ انشاالله ښه تیاری ولرو".

ازره د لوګر په ختیځ کې لیرې پرته ولسوالۍ ده چې؛ د پاکستان له ترې منګل سره نږدې شل کېلو مټره ګډه پوله لري او د لوګر د چارواکو په خبره وسله وال مخالفان هم ډیر کله د پولي له هغې غاړې پر ازرې حملې کوي.

دوي ټینګار کوي چې؛ د ازرې امنیتي وضعیت ته باید جدي پام وشي ځکه چې په ازرې ولسوالۍ کې امنیتي ستونزې د لوګر له نورو سیمو سربیره پر کابل، ننګرهار او پکتیا هم منفي اغیزې کوي.

راپور: نسیم "شفق"
XS
SM
MD
LG