د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

تاجکستان: د افغانستان شاوخوا دې یو امنیتي کمربند جوړ شي


تاجکستان له افغانستانه د مخدره موادو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې له اروپایي هېوادونو یوه نوې غوښتنه کړې.

دا هېواد چې له افغانستان سره اوږده پوله لري، د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې لپاره یې له دې مخکې له نورو هېوادونو په تیره له روسیې څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

تاجکستان له اروپایي اتحادیي وغوښتل چې؛ د افغانستان شاوخوا دې د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره یو امنیتي کمربند جوړ کړي.

د تاجکستان د مخدره موادو ضد اداره وایي چې؛ د دې ادارې مشر رستم نظروف دغه خبره پرون د ناټو د سیاسي او ګډ شراکت کمیټې ته وکړه.

د انترفاکس خبري اژانس د راپور له مخې تاجکستان په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق پر منفي اغیزو پوره پوه دی.

د راپور له مخې نظروف ټینګار کړی چې؛ د مخدره موادو قاچاق یوه د نړۍ له عمده فشار راوړونکو او عاجلو مسایلو څخه ده.

د هغه په وینا تاجکستان په ټوله سیمه کې د مخدره موادو د قاچاق په وړاندې د یوه حایل هېواد په توګه رول لوبوي.

د انترفاکس اژانس له راپور سره سم د افغانستان مخدره مواد د تاجکستان له لارې روسیې او نورو اروپایي هېوادونو ته لیږدول کېږي.

افغانستان له تاجکستان سره ۱۳۴۴ کېلومتره اوږده پوله لري.

د راپور له مخې د روان کال له پیله تر سپټمبر میاشتې پورې د تاجکستان امنیتي ځواکونو له پنځو ټنو زیات غیر قانوني مخدره مواد نیولي چې؛ دا د ۲۰۱۲ کال په نسبت په سلو کې څه کم اوه زیات دي.

د تاجکستان د مخدره موادو د کنټرول ادارې دغه راز له اروپایي اتحادیې او ناتو غوښتي دي چې؛ د ګډې پولي د امنیت د ټینګښت او د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخو کې ورسره همکاري وکړي.

د راپور له مخې په پام کې ده چې؛ تاجکستان د نومبر په ۲۹ د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د ادارې په نوښت د یوې غونډې کوربه وي.

په دغې غیر رسمي غونډه کې به د افغانستان، ایران، پاکستان، د منځنۍ اسیا هیوادونواو دغه راز روسیې، چېن امریکا او ترکېې د بهرنیو چارووزیران او د مخدره موادو د مبارزې ضد ادارو چارواکې ګډون وکړي.

په پام کې ده چې د ملګروملتونو او د اروپایي اتحادیې استازي هم په دې غونډه کې برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG