د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

جماهیرانوري د کډوالو د ستونزو د اوارۍ لپاره سعودي ته ځي


د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر جماهیر انوري دا مني چې؛ په دې وروستیو کې په سعودي عربستان کې افغان کارګر له ستونزو سره مخ شوي دي.

د ده په خبره، په سعودي عربستان کې افغان کډوالو ته د پیښو ستونزو علت د دوی په اسنادو کې نیمګړتیا په ګوته شوې ده.

ښاغلی انوري د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د دې ستونزې د حل لپاره تصمیم لري چې؛ سعودي عربستان ته لاړشي:

"دا ستونزه اوس راپورته شوې، افغان دولت او د کډوالو وزارت یې پر وړاندې بې تفاوته نه دي.

موږ سعودي عربستان ته د یو رسمي سفر تیاری کړی؛ ستونزه به د هغه هیواد له چارواکو سره شریکه کړو. هیله ده دا هڅه ښه نتیجه ورکړي."


ښاغلی انوري داهم وویل، په سعودي عربستان کې د پاکستان ځینې اتباع د افغانستان په پاسپورټونو او برعکس ځینې افغانان په پاکستاني پاسپورټونو
مېشت دي.

ده وویل، داهم یوه ستونزه ده او د حل په لارو چارو به یې خبرې وشي.

د کډوالو د راستنولو چارو وزیر داهم وویل؛ په افغانستان کې یې د سعودي له سفیر هم اړيکې نیولي او هیله ده، د دوی ترمنځ ګډې خبرې په هغه هیواد کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

یو تن افغان کارګر چې کلونه کلونه یې په سعودی عربستان کې کارکړی او په دې وروستیو کې هیواد ته راستون شوی وایي چې؛ اوسمهال په هغه هیواد کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي.

دی حاجي لالا نومیږي او وايي چې، هغه کارکوونکي چې قانوي اسنا د او که یې نه لري دواړه له ستونزو سره مخ دي:

"اوس یې نظام سخت شوی، څوک چې پاسپورټ ولري او که ویې نه لري په دواړو حالاتو کې له ستونزو سره مخ کیږي. سربیره پردې حکومت پرې ټکسونه هم لوړ کړي."

تراوسه په سعودي عربستان کې د افغان کډوالو کره شمېره نه ده څرګندنه.

هڅه مو وکړه چې، په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت نظر هم ولرو؛ خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

یوازې سعودي عربستان نه دی چې؛ افغان کډوال په کې له ستونزو شکایت کوی بلکې په دې وروستیو کې په سلګونو افغانان له ځینو اروپایي هېوادونو څخه هم ایستل شوي دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG