په ننګرهارکې په لسګونو خلکو د هغو نیول شویو اختطاف چيانو پرضد مظاهره وکړه، چې دوه تنه تنکي ځوانان يې له تښتول کیدو وروسته وژلي و.
مظاهره چيانو ویل، چې انسان تښتوونکو دوه تنه تنکي ځوانان، چې یو د ښوونځي زده کوونکی و او بل هم له شمالي څخه دې ولایت میلمه راغلی و، له تښتول کیدو وروسته يې وژلي و.
مظاهره کوونکي، چې د وژل شویو ځوانانو خپل او خپلوان و ویل، يې د امنيتي ځواکونو په مرسته د یوه مړی تېره اونۍ او د بل مړی پرون ورځ دوی ته سپارل شوی، چې د دواړو پيښو په تړاو دیارلس تنه انسان تښتوونکي هم نیول شوي.
دوي که څه هم د ځینو امنيتي چارواکو لاسته راوړنې ستایلې، ولې په خبره ځينې امنيتي چارواکي د دوي د اولادنوو له اختطاف څخه خبر و، کسان ورته معلوم وو، ولې د دوي د بې غورۍ له امله دغه دواړه تنکي ځوانان ووژل شول.
دوي پر یو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم تور پورې کوي، چې د انسان تښتوونکو سره لاس لري او له کله نه، چې یاد کسان نیول شوي، له مرکزه يې د خلاصيدو هڅې هم پيل شوي:
"مظاهره کوونکي: زما زوی د ظالمانو په منګولو کې دی او جنايي مدیر ماته وايي، چې ستاسې شخصي دښمني په غاړه نشم اخیستلی، د خدای په خاطر،چې جنايي مدیر راته وايي دیرش خوراکه ډوډۍ راته راوړه او هلته زما زوی په په سره اور کې پروت دی دې ته اسلام وايي.
مظاهره کوونکی:د ملي امنیت له کارمندانو مننه کوم،چې زما د بچو قاتلین يي ونیول ،خو غوښتنه مو داده،چې دا بیرته خوشې نشي،دغو قاتلینو ته باید په عام محضر کې سزا ورکړل شي او شریعت دې پرې تطبیق شي.
مظاهره کوونکي: موږ ته خپله یوه وکیل وویل،چې د کابل نه یوه وزیر نوم يي وانه خیست زنګ يي ورته وهلی و،چې دا اختطاف چیان دې خوشې کړي."
د ننګرهار ولایت سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال وايي، سره له دې،چې امنيتي ارګانونو ته يې په وار وار سپارښتنه کړې،چې د اختطاف چیانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او د دوی ځالې ورکې کړي،ولې بیا هم په ننګرهار کې د انسان تښتوونې پيښې ورځ تربلې زیاتیږي:
"دا دواړه پيښې ډيرې دردوونکې وې،ما څو وارې دې امنيتي ارګانونو ته ویلي،چې امنیت خوندي کړی او ددغه ډول پيښو مخه ونیسي خو بیا هم تکراریږي."
محمد حنیف ګردیوال خلکو ته ډاډ ورکړ،چې نیول شویو اختطافچيانو ته به د قانون په رڼآ کې سزا ورکول کیږي او هغه امنيتي کسان،چې د وژل شویو ځوانانو په راخلاصولو کې بې غوري کړې هغوی سره به هم قانوني چلند ترسره کړي:
"زه به دا موضوع په خپله تعقیبوم،چې د دواړو ځوانانو د ژنو او اختطاف په تور دیارلس تنه نیول شوي هم دي او بندیان دي،دوی ځینې اعترافونه هم کړي،تر هغه پورې به دا موضوع تعقیبوم،چې متضرره کورنۍ پرې قناعت وکړي او نظامي څارنوال مې هم راغوښتی و،چې دا مسله وڅيړي او په دې برخه کې هر امنيتي کس،چې بې غوري کړي وي د قانون منګولو ته وسپاري"
دغه خلک پر ځینو امنيتي چارواکو دا تورونه داسې مهال پورې کوي،چې له دې وړاندې د ننګرهار نوي امنیه قومندان فضل احمد شيرزاد هم ازادۍ راډیو سره په مرکه کې په قومندانۍ کې د ځینو سالمو تغیراتو د راوستو یادونه کړې وه او دوه ورځې وړاندې ځينې مهم کسان يې هم له دندې ګوښه کړل.
ننګرهارـ شاه محمود شینواری