د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

په فلپین کې وروستي توپان تر لس زره زيات خلک مړه کړي


په فلپین کې وروستي توپان تر لس زره زيات خلک مړه کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

نړيوال قدرتونه فلپين ته د بشري مرستو رسولو هڅې کوي. ویره ده چې په دې هیواد کې د (هاییان) په نوم وروستي توپان تر لس زره زيات خلک مړه کړي دي. ملګري ملتونه وايي، دې طبيعي افت لږترلږه نهه نيم مليونه کسان متاثره کړي دي؛ سیمې یې ویجاړې کړې او خلک یې بې ځایه کړي دي. د فلپين د تاکلوبان ښار والي "الفریډ رومودیز" نن په خپله سیمه کې د وضعیت او رسیدلي تاوان په اړه خبریالانو ته وویل: "زموږ ستونزه د مرستې د موادو رارسول دي ځکه لا هم پر لارو تګ راتګ نه شي کیدلاي. حتی د توپان څخه یوه ورځ وروسته موږ د جسدونو په را ایستلو او په عین وخت کې د لارو په پاکولو اخته وو." امريکا، اروپايي ټولنه، اسټراليا او ملګري ملتونه وايي، چې په فلپین کې د توپان له امله بې ځایه شویو خلکو ته د غوړو، کمپلو او خېمو په ګډون د بشري مرستو بستې برابروي. یوې ښځې چې کور یې په توپان کې ویجاړ شوی خبریالانو ته ویلي: "ډیره سخته ده، ځکه موږ د نویو زیږیدلو ماشومانو په څېر بې چاره شوي یو. په ګدامونو او مارکټيونو کې خوراکي مواد نشته. ډیر خلک وايي چې، کالیو او خوراکي موادو او ته سخته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG