د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۲۹

کارپوهان: د ملا فضل الله ټاکنه به پاکستان ته ستونزې پيدا کړي


ملا فضل الله د پاکستاني وسله والو طالبانو نوى مشر او د حکيم الله مسود چې تېره اوونۍ د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې ووژل شو، ځاېناستى وټاکل شو.
د پاکستاني وسله والو طالبانو وياند شاهد الله شاهد د جمعې په شپه پاکستاني رسنيو ته وويل، چې د دوى شوراى د شپږ ورځنۍ غونډې او د پاکستاني او افغان طالبانو تر سلا مشورو و وروسته د پنج شنبې په ورځ په پرېکنده ډول ملا فضل الله خپل مشر او شيخ خالد حقاني د هغه مرستيال وټاکه.
نوموړى همداراز وويل، د پاکستاني طالبانو نوى مشرتابه له پاکستاني حکومت سره د سولې د خبرو اترو مخالف دى او په وينا يې چې له پاکستاني حکومت سره د سولې خبرې اترې نه کوي.
نوموړى زياته کړه، موږ په دې باوري يو، چې اوسنى حکومت پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو ملاتړ کوي او په وينا يې چې د حکيم الله مسود د وژنې غچ به خامخا اخلي.
د پاکستان د سياسي او روانو چارو کارپوه مشتاق يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، داسې ښکاري چې د ملا فضل الله د پاکستاني وسله والو طالبانو د مشر کېدو له امله به د پاکستان حکومت په راتلونکي کې له سترو ننګونو سره مخ شي، ځکه چې نوموړى له پخوا راهيسې له پاکستاني حکومت سره د خبرو اترو مخالف دى:
" زموږ چې څومره اطلاعات دي، نو مخکې چې هم حکومت له حکيم الله مسود سره د خبرو اترو هڅه کړې ده، نو په هغې کې هم ملا فضل الله او د هغه نوري ملګري د مذاکراتو په حق کې نه وو، خو بيا پخپله حکيم الله مسود هغوى سره خبرې وکړلې او دوى بيا د حکومت سره خبرو اترو ته تيار شول.
اوس ملا فضل الله او د هغه ملګرو په ښکاره اعلان کړى، چې له پاکستاني حکومت سره به خبرې ترې نه کوي، نو زما په خيال د پاکستاني حکومت لپاره مشکلات سېوا شول."
نوموړى همدا راز وايي، پاکستاني وسله والو طالبانو تر شپږ ورځني ځنډ وروسته خپل مشر اعلان کړ، چې دا يې د خپل منځي اختلافاتو شاهدي کوي:
" دا کومه فيصله چې وشوله، يقيناً چې په دې کې وخت ولګېده او د هغې وجه همدا وه، چې د طالبانو په منځ کې اختلافات وو، خو نن دوى ټولو په سلا باندې ملا فضل الله د تحريک مشر وټاکه او د هغه ناېب يې شيخ خالق حقاني وټاکه، چې تعلق يې له صوابۍ سره دى."
د پاکستاني طالبانو نوى مشر ملا فضل الله د نفاذ شريعت محمدي د مشر مولانا صوفي محمد زوم او د سوات د طالبانو د تحريک مشر و، چې په ٢٠٠٨ م کال د خيبر پښتونخوا له ايالتي حکومت سره د امن لوظنامې تر ناکامېدو او په سوات کې د پاکستاني پوځ تر عملياتو وروسته له سواته وتلى او د پاکستاني استخباراتو د وينا له مخې چې نوموړى دا مهال په نورستان کې دى او له هغه ځايه پر پاکستان د ترورېستي پېښو مشري کوي.
د ملا فضل الله مرستيال شيخ خالد حقاني په اړه ويل کېږي، چې نوموړى د خيبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکى او د اکوړي په حقانيې مدرسه کې يې ديني زده کړې کړي دي.
ياده دې وي، چې د سپتمبر په ١٥مه نېټه د افغانستان پولې ته څېرمه په بر دير کې د جګپوړي پاکستاني پوځي چارواکي جنرال ثناء الله د وژلو مسووليت ملا فضل الله منلى و.
راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG