د تاجکستان خلک نن د رايو مرکزونو ته لاړل چې ولسمشر غوره کړي.
باور کېږي چې امام علي رحمان به د پر له پسې څلورم ځل لپاره د تاجکستان ولسمشر غوره شي.
امام علي رحمان له ۱۹۹۲ څخه په تاجکستان کې واکمن دي.
په تاجکستان کې د ولسمشرۍ د انتخابات روان دي.
په دې انتخاباتو کې د امام علي رحمان ترڅنګ پنځه تنه نور کانديد شوي. دا پېژندل شوې څېرې نه دي د انتخاباتي کمپاين په ترڅ کې د اوسني حکومت پر پاليبسيو انتقاد نه درلود.
د تاجکستان سوسيال ديموکرات ګوند، چې په اپوزيسيون کې دي، انتخابات بايکاټ کړي او ويلي يې دي چې په انتخاباتو کې د حکومت له خوا د اساسي قانون سرغړونې او درغلۍ له ورايه دي.
دغه ګوند تاجک چارواکي تورن کړي چې د دغه ګوند د يوازيني کانديد ايينه حال بابه نظروف لپاره يې خنډونه جوړ کړي چې ځان کانديد نه کړاي شي.
يوې راي ورکوونکې په دوشنبې ښار کې وويل چې په تاجکستان کې د ثبات لپاره يې امام علي رحمان ته رايه ورکړه.
دا چې نظيره کره بوييوه نومېږي وايي:
"غواړم چې هر څه سم وي، ما عالي جناب ته رايه ورکړه او دا مې هيله وه."
يوې بلې ښځې د ازادي راډيو د تاجکي څانګې خبريال ته د راي ورکولو په مرکز کې د رايې پاڼه ورښکاره کړه، ويې ويل:
"دا مې د خاوند ده، دا بله يوه مې خپله ده، او دا نورې مې د زامنو، لوڼو او زومانو دي. دوي دلته نه دي راغلي، هغوي کار ته تللي دي."
يوه بل راي ورکوونکي، چې هغه هم امام علي رحمان ته د ځان او د کورنيو د غړيو رايې صندوق ته اچولي وويل:
"زما پنځه زامن په روسيه کې دي، د انتخاباتو کميسون راي کارتونه راکړل او ما د دوي پر ځاي صندوقونو ته واچولې."
د اروپا د امنيت او همکارۍ شورا د تاجکستان پر حکومتي رسنيو انتقاد کړي چې د انتخاباتي کمپاين په لړ کې يې امام علي رحمان ته تبليغات کړي دي.
تېره شپه تر راي ورکولو يوه شپه مخکې په تاجکستان کې د يوټيوب اويوه خپلواکه خبري ويبپاڼه بنده وه.
يوې سرچينې د ازادي راډيو تاجکي څانګې ته وويل، چې د يوټيوب او د ازاده ګان د خبري ويبپاڼې د بندولو امر د تاجکستان د محابراتي خدماتو د ادارې له لوري ورکړاي شوي و.