د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

اسټرالیا په افغانستان کې تر۴۰۰ عسکرو د پاتې کیدو اراده لري


اسټرالیا وايي چې؛ له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته په افغانستان کې ترڅلورو سوو عسکرو د پاتې کیدو اراده لري.

دا خبره نن( سې شنبې) په کابل کې د استرلیا سفیر جان فلپ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکې کې وکړه.

پخوا تر دې جرمني اعلان کړی و چې غواړي په افغانستان کې خپل له شپږو سوو تر اتو سوو عسکر پریږدي.

اسټرالیا تیره اونۍ په ارزګان خپله پي ار ټي یا د ولایتي بیارغونې ډله وتړله او اوس په افغانستان کې یو زرو دوه سوه عسکر لري.

له جرمني وروسته استرلیا دویم د ایساف ماموریت غړی هېواد دی چې په افغانستان کې له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته د خپلو پاتې کیدوونکو عسکرو شمیر په ډاګه کوي.

جرمني ویلي وو، چې له شپږو تر اتو سوو عسکرو پاتې کیدل غواړي خو اسټرالیا وايي چې دوی په افغانستان کې تر څلورو سوو عسکرو د پاتې کیدو اراده لري.

په کابل کې د اسټرالیا سفیر جان فلپ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې په دې اړه له افغان حکومت سره مذاکرات پيل شوي.

ښاغلي فلپ وویل چې که له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون وشو دوی هم د خپلو پوځیانو د پاتې کیدو لپاره له افغان دولت سره یو تړون لاسلیک کوي:

"موږ خپل حکومت ته وړاندیز کړی چې په افغانستان په دوه زور پنځلسم کال او له هغې وروسته تر څلورو سوو پورې عسکر پاتې کړي، خو اوس په افغان حکومت پورې اړه لري چې پریکړه وکړي ایا له دې پریکړې سره موافقه کوي او که نه.

خو که یې ومني نو موږ منتظر یو چې له امریکا سره امنیتي تړون وشي او بیا موږ له افغان دولت سره د خپلو پاتې کیدونکو عسکرو د وضعیت په اړه پر یوه تړون خبرو ته دوام ورکړو، تر څو زموږ د عسکرو لپاره د پاتې کیدو یو اساس رامنځ ته شي."


ښاغلي فلپ وویل چې اسټرالیا اوس دې ته اماده ده چې په دوه زور پنځلسم او شپاړسم کلونو کې هم په افغانستان کې پوځي حضور وساتي.

د اسټرالیا صدراعظم تیره اونۍ افغانستان ته په خپل سفر کې په ارزګان ولایت کې د استرلیايي عسکرو د ولایتي بیارغونې ډله یا پي ار ټي وتړله.

خو ددې هیواد سفیر وویل چې په ارزګان کې ددې ډلې د بیارغونې په پنځو پروژو به کار تر راتلونکې کال پورې هم دوام پیدا کړي.

اسټرالیا دا مهال په افغانستان کې یو زرو دوه سوه عسکر لري چې اکثره یې په ارزګان ولایت کې میشت دي.

د اسټرالیا سفیر وايي چې د ایساف ځواکونو د پریکړې له مخې ټاکل شوې د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې موجوده ګڼ ملیتي پوځي اډه هم د روان کال تر پایه وتړل شي.

د افغانستان او امریکا حکومتونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک کیدو پر سر قسمي موافقې ته سره رسیدلي خو په دې اړه وروستۍ پریکړې لویې جرګې ته پاتې ده.

دا مشورتي جرګه د روانې لړم میاشتې په وروستیو کې په کابل جوړیږي.

ځینو لویدیزو رسنیو ویلي چې که دا تړون لاسلیک شي نو ښايي د امریکا او ناټو تر دولسو زرو پورې عسکر له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته په افغانستان کې پاتې شي.

ناټو چارواکو ویلي چې د دوی د پاتې کیدونکو عسکرو رول به روزنیز او ملاتړی وي، خو تراوسه معلومه نه ده چې له امریکا سره د نورو کومو هیوادونو عسکر پاتې کیږي.
XS
SM
MD
LG