د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۵

امریکا د پاکستاني طالبانو د مشر له وژل کیدو دفاع کوي


په داسې حال کې چې؛ امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر له وژل کیدو دفاع کوي، اسلام اباد وايي په غیرعاقلانه ډول د قوې استعمال په پاکستان کې تاوتریخوالۍ نشي درولی.

په عین حال کې د ناټو سرمنشي هیله څرګنده کړې چې؛ پاکستان به د دې پیښې پر وړاندې د عکس العمل په توګه د ناټو اکمالاتي او ټرانزیتي لارې ونه تړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د بې پیلوټه الوتکۍ په یوه وروستي برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر له وژل کیدو دفاع کړې ده.

جان کري چې؛ له منځني ختیځ او یو شمېرعربي هېوادونو څخه کتنه کوي د دوشنبې په ورځ وویل، حکیم الله محسود هغه څوک و چې زیات شمېر امریکایان، پاکستانیان او افغانان يې وژلي دي.

د دې پیښې پر وړاندې د پاکستان د حکومت د تند عکس العمل په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، واشنګټن د اسلام اباد اندیښنې په جدي ډول په پام کې نیسي او د ستراتیژیک ډیالوګ له لارې د دغه شان چلنجونو پر وړاندې له پاکستان سره له نزدې او په ګډه کار کوي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف پرون په پنجاب ایالت کې له پوځي تمرینونو څخه د کتنې پرمهال وویل، ترکومې چې د خلکو پرضد د هغه په وینا د غیر معقول قوت استعمال دوام ولري او سولې ته فرصت ورنه کړل شي، په دې هېواد کې به د تاوتریخوالۍ لړۍ بنده نشي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرعمران خان چې په خیبر پښتونخوا کې په واک کی دی له یو شمیر نورو ډلو سره د امریکا د بې پلیوټه الوتکو د حملو په عکس العمل کې د ناټو د اکمالاتي لارو د تړولو غوښتنه کړې ده.

اخوا د ناټو سرمنشي تیره ورځ په بروکسل کې وویل هغه هیله من دی چې پاکستان به د ناټو د اکمالاتو لارې ونه تړي.

راسموسن وویل:

"زه هیله مند یم چې؛ دا پرانیستې پاتې شي.زه باورلرم چې پاکستاني چارواکي به د اکمالاتو او ترانزیت لارې پرانیستې وساتي ځکه دا د پاکستان په ګټه ده چې د سیمې په ثبات او امنیت کې مثبت رول ولري."

د پاکستان حکومت د تیرې جمعې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دتحریک طالبان پاکستان د مشر حکیم الله محسود د وژل کیدو پر وړاندې سخت عکس العمل څرګند او په اسلام اباد کې يې د امریکا سفیر احضار کړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودهري نثار په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د حکیم الله محسود وژنه وغندله او وویل چې دا پر یوه شخص نه بلکه د سولې او روغې جوړې پر هڅو یو برید دی.
XS
SM
MD
LG