د ولسي جرګې اداري پلاوی او یو شمېر غړي به په مشورتي لویه جرګه کې ګډون ونه کړي. دا خبر د ولسي جرګې دویم منشي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړه او مشورتي لویه جرګه یې د افغانستان د اساسي قانون خلاف وبلله.
د افغان حکومت د پریکړې له مخې په راتلونکو دوو اونیو کې د افغانستان د خلکو د شااوخوا درې زرو استازو په ګډون په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړیږي.
خو د ولسي جرګې اداري هییت وايي؛ د مشورتي لويې جرګې په ګډونوالو کې به د ولسي جرګې اداري هیات او ګڼ شمېر غړي ونه اوسي.
د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ د مشورتي لویې جرګې جوړول د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف کړنه ده:
"د ولسي جرګې په بیلابیلې غونډو کې د دې جرګي رییس ښاغلي ابراهیمي په وار وار ټینګار کړی دی چې؛ د ملي شورا په موجودیت او د هغه نصاب په نشتوالي کې چې په اساسي قانون کې د لویې جرګې لپاره ټاکل شوی؛ دا لویه جرګه مشروعیت نه لري او قانوني نه ده.
د اساسي قانون د روحیې او ګټو او د ملي شورا موجودیت ته په پام د ولسي جرګې اداري پلاوی او ډیر وکیل صاحبان په دې لویه جرګه کې ګډون نه کوي.“
د ولسي جرګې دویم منشي ښاغلي عرفان وویل چې؛ کیدای شي، یو شمېر وکیلان په انفرادي ډول په دې جرګه کې برخه واخلي؛ خو د ولسي جرګې ډير غړي په دې جرګه کې ګډون نه کوي.
نوموړې وویل، تر اوسه پورې د دې مشورتي لویې جرګې لپاره هغه شرایط نه دي برابر شوي چې؛ په اساسي قانون کې یادونه شوې ده.
خو افغان حکومت وايي، اساسي قانون ولسمشر ته واک ورکړی دی چې؛ پر لویو ملي مسالو د سلا مشورو لپاره لویه جرګه راوغواړي.
حکومت وايي، په مشورتي لویه جرګه کې به د ولس استازي پریکړه کوي چې؛ په افغانستان کې د یو شمېر امریکايي سرتیرو د پاتې کېدو په صورت کې د امریکا د حکومت هغه شرط ومني کنه چې وايي، امریکايي سرتیري به د جرم په صورت کې د امریکا د قوانینو له مخې محاکمه کیږي.
په راتلونکې مشورتي لویه جرګه کې د ولسي جرګې د اداري هیات او یو شمیر غړو د نه ګډون خبره په داسې وخت کی راپورته کیږي چې؛ د لویې جرګې لپاره د چمتوالي کمیسون وايي؛ چمتوالی یې روان دی او تر اوسه پورې یې د لویې جرګې د نیمو ګډونوالو لست چمتو کړی دی.
بل خو د مشرانو د جرګې اداري هیات وايي؛ دوی تر اوسه پورې پرېکړه نه ده کړې چې؛ په لویه جرګه کې ګډون وکړي کنه.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال رفیع الله ګل افغان ازادي راډیو ته وویل؛ دوی انتظار کوي چې، د لویې جرګې اجنډا نوره هم روښانه شي:
”دافغانستان د مشرانو جرګې په خپلو عمومي او نورو غونډو کې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې او زموږ بحثونه روان دي. وبه ګورو چې کومې نتیجې ته رسیږو، موږ به نږدې ورځو کې لویه جرګه کې د ګډون او یا نه ګډون پریکړه وکړو.“
یو شمېر څارونکي وايي، تر دې مخکې هم ملي شورا د سولې په مشورتي جرګه او لویه جرګه کې د نه ګډون پرېکړه کې وه؛ خو وروسته ولېدل شول چې، اداري هیات او ډیرو غړو یې په کې برخه لرله.
افغان حکومت وايي، په دې مشورتي لویه جرګه کې به د خلکو له استازو سره د امریکا سره د افغانستان پر امنیتي او دفاعي تړون په ځانګړې توګه له ۲۰۱۴م کال وروسته د لته د پاتې کېدونکو امریکايي سرتیرو د قضايي مصوونیت په اړه سلا مشورې وکړي.