د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۰۷

د سولې شورا د لندن د درې اړخیزې غونډې دپایلو هرکلی وکړ


د سولې عالي شورا د افغانستان، پاکستان او بریتانیې د څلورمې درې اړخیزې غونډې د نتایجو او پریکړو هرکلۍ وکړ.

په دې درې اړخیزه غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ په لندن کې جوړه شوه، پریکړه وشوه چې؛ د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی به د طالبانو د دوهمې درجې مشر ملا عبدالغني برادر سره د لیدو په هدف پاکستان ته ولاړ شي.

د افغانستان د سولې د عالی شورا ویاند شهزاده شاهد نن ازادي راډيو ته وویل، چې دوې د دې سفر لپاره پوره تیاری لري او د پاکستان څخه یې د سولې په پروسه کې د صادقانه همکارۍ غوښتنه وکړه.

د سیاسي چارو کتونکي د افغانستان، پاکستان او بریتانیې د څلورمې درې اړخیزه غونډې د نتایجو په اړه څه نظر لري؟

د افغانستان، پاکستان او بریتانیې په څلورمه درې اړخیزه غونډه کې، پاکستان یو وار بیا د افغانستان د سولې په پروسې او په سیمه کې د تروریستي مرکزونو د له منځه وړلو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په غونډه کې دغه راز پاکستان ته د سولې د عالي شورا د یوه پلاوي د سفر په اړه هم پریکړه وشوه، څو د طالبانو له لوړ پوړي مشر ملا عبدالغني برادر سره چې په وروستیو کې د پاکستان له زندانه خوشې شو، وګوري.

د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد له ازادي راډیو سره په مرکه کې له دې پریکړې هرکلۍ وکړ او د پاکستان د صادقانه همکارۍ غوښتونکی شو.

"دا چې یو هیئت پاکستان ته ځي، په دې اړه د سولې عالي شورا څه ستونزه نه لري، موږ غواړو چې پاکستان د سولې په راوستلو کې جدي او صادقانه همکاري وکړي.

طبیعي ده، خلک هم دا غواړي چې دا غونډه یوازې یوه تشریفاتي غونډه نه وي او عملي جنبه ولري. نو امید دی دا ځلي یو څه عملي ګامونه واخیستل شي."


د افغانستان، پاکستان او بریتانیې څلورمه درې اړخیزه غونډه د سې شنبې په ورځ د جمهور رییس حامد کرزي، د پاکستان د صدر اعظم نواز شریف او د بریتانیې د صدراعظم ډیویډ کامرون په ګډون په لندن کې تر سره شوه.

د افغانستان د جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګريزو او ترانزیتي اړیکو پرپراختیا او د افغانستان له خاورې پاکستان ته د منځنۍ اسیا د بریښنا او ګازو پر انتقال موافقه و شوه.

درې واړو هېوادونو شاوخوا نهه میاشتې مخکې په دریمه درې اړخیزه غونډه کې هم پر دې موافقه کړې وه، چې د شپږو میاشتو په جریان کې به د افغانستان د سولې د پروسې په اړه یوې مثبتې نتیجې ته و رسیږي.

خو په همدې موده کې نه یوازې دا چې دې خبرو کومه نتیجه ورنکړه، بلکې وسله والو مخالفینو خپلو حملو ته لا زور ورکړ.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده بیا د دې درې اړخیزې غونډې لاسته راوړنې کمې بولي:

"ښاغلي کرزي یو وار بیا بې له کومې پراخې اجنډا په دې ناسته کې ګډون وکړ.

غوښتنه یې هم یوازې د یوه کس پر راخوشې کیدو چې د پاکستاني ځواکونو په اسارت کې دی، محدوده وه.

پاکستانیان پر هغه کنټرول لري او دی خپلواکه نه دی. نو کیدای شي چې دی د سولې د عالي شورا له پلاوي سره خبرو کولو ته حاضر کړای شي. خو دا چې د دې مذاکراتو نتیجه به څه وي، زما په فکر باید راتلونکې ته انتظار و باسو."


د افغانستان، پاکستان او بریتانیې تر منځ د مخکینیو درې اړخیزه غونډو نتایجو ته په کتو کارپوهان وایې، چې څلورمه درې اړخیزه غونډه به هم د پام وړ نتایج ونه لري.

که څه هم پاکستان دا وار ژمنه کړې چې د سولې د عالي شورا له پلاوي سره به د ملا برادر د لیدو زمینه برابروي، خو یو شمېر کتونکي دا د افغانستان په وړاندې د پاکستان د دوه مخې سیاست یوه بله بڼه بولي.
XS
SM
MD
LG