د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د خوست تڼیو د سیمې ځنګلونه بیا رغول کیږي




نجیب الله الوخېل

د خوست ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د تڼیو د سیمې د ځنګلونو په هغو برخو کې چې ونې يې وهل شوي او له منځه تللي دي، د جلغوزو شپیته زره ونې کینوي، بلخوا د یادې سیمې خلکو هم د قومي پریکړې پر بنسټ د شنو ونو او نیالګیو پر وهلو بندیز لګولی او ویلي يې دي، که هر څوک یوه شنه ونه ووهي، نو قوم ته به شل زره افغانۍ ناغه ورکوي.

د خوست د تڼیو سیمه پراخ غرونه او ځنګلونه لري، د ځايي خلکو په وینا یو وخت دې پراخو غرونو دومره ګڼ ځنګلونه درلودل، چې لاندې به یې بنو او میرامشا ته قافلې تلې او راتلې، خو په ډېر نږدې واټن کې به هم چا ته د قافلې د تګ او راتګ پته نه لګيده، ولې اوس د یادو ځنګلونو ډیری برخه له منځه تللې ده، د تڼیو په غرونو کې له ورایه ښکاري، چې د زرګونو ونو څانګې او سټې په تبرونو او ماشیني ارو غوڅې شوي او حتا په ځینو ځایونو کې د ځنګلونو نښې نښانې هم نه دي پاتې شوي.

د خوست ځايي چارواکي وايي، دا چې ځنګلونه د افغاني ټولنې یوه مهمه طبعي شتمني حسابیږي او د هېواد له پاره د نورو ګټو تر څنګ یوه ښه عایداتي سرچینه ده، له همدې کبله د خوست په ځینو سیمو کې د ځنګلونو د ساتنې او بېرته احیاء او رغونې کار پیل شوی، له دې جملې څخه یو هم د تڼیو پراخ غرونه دي، چې اوسمهال به پکې شپیته زره د جلغوزو ونې چې د یادې سیمې له اب وهوا سره ښه تطابق لري کینول شي او د یاد ځنګل یوه برخه به بېرته ورغول شي، په دې پروژه کې چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له پرمختیايي بودجې څخه يې فنډ ورکول کیږي، د لنډ وخت له پاره به پکې درې زره سیمه والو ته د کار او مزدورۍ زمینه برابره شي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ سرپرست رئیس نقیب الله وايي، چې د تڼیو د ځنګلونو د بیا احیاء پروګرام لري او په یوه برخه غرونو کې به شپیته زره د جلغوزو ونې کینوي:

"دا پروژه د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا په انکشافي برخه کې یوه پروژه ده، چې د تڼیو په هغو غرونو کې چې ځنګلونه يې وهل شوي دي، بېرته احیاء کول، رغول او زرغونول شامل دي، په دې کې به موږه ۶۴ زره په پلاستیکي پاکټونو کې د جلغوزوه تخم کرو، چې ۲۴ زره يې تیارې کرلي شوي لرو، او د ۴۰ زره نورو له پاره هم تیار ډک پاکټونه لرو، په دې کې به جنغوزې کرو او په غرونو کې به يې کینوو."

د تڼیو د نریزې د سیمې یو تن قومي مشر وايي، چې د یادې سیمې څلورو لویو قومونو په خپلو کې کلک اتفاق کړئ، چې تر دې وروسته د ځنګلونو د وهلو په کلکه مخه نیسي او که کوم چا شنه ونه غوڅه کړه، نو شل زره روپۍ به قوم ته ناغه ورکوي، ده زیاته کړه، چې د جلغوزو د نویو ونو ساتنه او پالنه به هم کوي:

"موږ د دې له پاره چې غرونه مو ساتلي وي، یوه یوه اربکي ته مو شل زره روپۍ تنخوا نیولې ده، چې په هر کلي کې به دا ډول پنځه تنه اربکي وي، چې دې نیالګیو ته به څاروي نه ورپریږدي او د نیالګیو د ضایع کیدو مخه به نیسي.

د تڼیو څلورو قومونو دا اتفاق کړی دی چې زموږ په منځ کې د شنو ونو وهل بند دي او نه به يې وهو، که چا ونې ووهلې په یوه ونه باندې شل زره روپۍ ناغه تړل شوې ده، دا د جلغوزو ونې چې موږ ته زراعت راکړي دي دا به تر اخره موږ ساتو، او د زراعت ادارې سره به کمک هم کوو، د جلغوزو له نیالګیو څخه زموږ قومي مشران ډېر خوښ دي."


د ولایت مقام د رسنیزو چارو مسوول او ویاند مبارز محمد ځدراڼ وویل ځايي اداره هڅه کوي، چې له یوې خوا هغه ځنګلونه چې له منځه تللي له سره ورغوي او بل لوري ته د ځنګلونو د وهلو مخه هم ونیسي:

"ځنګلونه د چاپیریال په سمسورتیا او ښېرازۍ کې مهم رول لوبوي، نو موږ د یادو ځنګلونو د احیاء له پاره یو شمېر مهم اقدامات اخیستي دي، چې د هغې څخه یوه هم د تڼیو په ولسوالۍ کې د څه باندې یوولس میلیونه افغانیو په لګښت سره د جنغوزو د ونو بیا کېښودل او د پخوانیو ونو د احیاء او پالنې په خاطر تر لاس لاندې نیول شوې پروژه وه چې د دوو میاشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي، په دې پروژه کې یوه بله مهم خبره دا ده چې د بې روزګارۍ لوړې کچې ته په کتو شاو خوا درې زره تنه په ځنګلونو کې په دندو ګمارل شوي او دوی ته اجوره او حق الزحمه ورکول کیږي."

د یادونې وړ ده د خوست سپیره، دوه منده، قلندر، موساخېل او تڼي هغه ولسوالۍ دي، چې غرونه يې پراخ ځنګلونه لري، خو په وروستو لسیزو کې د یادو ځنګلونو ډېره برخه له منځه تللې ده او په ځینو ځایونو کې اوس هم د ځنګلونو د شنو ونو او تنکیو نیالګیو وهل دوام لري او په موټرو، موټرو ونې ورڅخه ښارونو ته د خرڅانه له پاره وړل کیږي.
XS
SM
MD
LG