د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۴۷

په روسیه کې مظاهره کوونکو د سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتونکي شول


د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پرون د اپوزیسیون زرګونه پلویانو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د هغو کسانو د خوشې کولوغوښتنه وکړه چې؛ د دوی په وینا سیاسي بندیان دي.

د کرېملېن مخالفین همدا راز وايي چې؛ د اپوزیسیون غورځنګ باید پرمسکو د نړېوالو له خوا د فشار پر زیاتېدو ټینګار وکړي، څو په سوچي ښار کې د راتلونکي کال د المپیک د نړېوالو لوبو په درشل کې د سیاسي بندیانو خوشې کېدل یقیني شي.

په مسکو کې د پرونۍ مظاهرې ګډونوالو عمدتا له هغو کسانو څخه ملاتړ څرګند کړ، چې د تېر کال په مې میاشت کې له پولیسو سره د اعتراض کوونکو د نښتو په ترڅ کې بندیان شول.

دا اعتراضونه د ولسمشر ولادیمیرپوتین د دریمې دورې لوړې پرضد شوي وو.

په روسیه کې سیاسي بندیانو او د هغو محاکمې ته د کرېملېن له خوا د مخالفینو د ځپلو د یوې وسیلې په سترګه کتل کېږي.

په پرونۍ مظاهره کې شاوخوا پنځه زره اعتراض کوونکو په خپلو شعارونو کې نارې وهلې چې؛ سیاسي بندیان خوشې کړئ او پر یوه لوی پوسټر لیکلي وو، چې(پوتینیزم ختم او یرغمل خوشې کړئ.)

ویتالي زالوموف چې؛ په دې مظاهره کې یې ګډون کړی و، وايي ده غوښتل چې؛ د روسیې د روانو سیاستونو پرضد اعتراض وکړي:

(پوهېږئ څوک نشي کولای په کور کېني کله چې غیرقانونیت واک چلوي، کله چې چارواکي هېڅ حد نه پېژني، بېګناه خلک د پنجرو شاته پراته وي او مجرمان قاضیان وي.

موږ ځکه دلته راغلي یو. موږ غواړو یوځل بیا چارواکو، د روسیې خلکو او نړېوالو ته وښیو چې د روسیې دولت دیموکراتیک نه بلکې یو پولیسي دولت دی.)

د مظاهرې یو بل ګډونوال د اپوزیسیون شخصیت بوریس نېمڅوف Boris Nemtsov و.

نیمڅوف وویل، د اپوزیسیون غورځنګ باید پر مسکو د نړیوالو پر فشار ټینګار وکړي څو په سوچي ښار کې د راتلونکي کال د المپیک د لوبو په درشل کې د سیاسي بندیانو خوشې کېدل یقیني کړي:

(باید تاسو ته ووایم چې اوس ترټولو مهمه دنده دا ده چې د بندیانو لپاره عفو ترلاسه کړو او موږ دا امکان لرو. ځکه ولسمشرپوتین په رښتیا وېرېږي چې اروپايي مشران به د ده فاسد المپیک ته رانشي. لوبغاړي به راشي خو مشران ښايي رانشي. او اوس تر ټولو مناسب وخت دی چې دی زموږ د کسانو خوشې کولو ته اړ کړو.)

د فساد ضد مدافع وکیل ۳۷ کلن الکسي ناوالني Alexei Navalny چې د اپوزیسیون د ترټولو مخکښ شخصیت په توګه ډګر ته راوتی، پرون خبریالانو ته وویل، دا مظاهره د نیول شویو کسانو د خوشې کولو په مقصد د فشار زیاتولو لپاره ضرور وه خو ده د اپوزیسیون پلویانو ته خبرداری ورکړ چې د چټکې بریا تمه دې نلري.

ناوالني زیاته کړه، حقیقت دا دی چې موږ باید یوې اوږدې مبارزې ته چمتو شو.

د پرونۍ مظاهرې ګډونوالو همداراز د روسیې د تېلو د صنعت د یو مخکښ پانګوال میخایل خودورفکوسکي Mikhail Khodorvkosky او د پوسي رایوټ Pussy Riot په نوم د ښځینه سندرغاړو د ډلې د غړې ماریا الیوخینا Maria Alyokhina د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.
XS
SM
MD
LG