د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

د خوګياڼو ولسوالۍ قومي مشرانو له امنيتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ


د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شيرزاد د ولسونو د ملاتړ د ترلاسه کيدو په موخه خپل لومړنۍ سفر د خوګياڼو ولسوالۍ څخه پیل کړ.

نوموړي په دې ولسوالۍ کې د خوګياڼو له قومي مشرانو سره وکتل او ددې ولسوالۍ د ښه امنیت د راوستو په خاطر يې ترې مشورې واخیستې او دارنګه قومي مشرانو ته يې سپارښتنه وکړه،چې د امنیت په راوستو کې دې ورسره پوره مرسته وکړي.

د خوګیاڼيو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې له امنيتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ،ولې ځينو پر امنيتي ځواکونو نيوکې هم وکړې.

دوی ویل،چې زیاتره وخت د بهرنیو ځواکونو لخوا په خپلسرو عمليآتو کې بې ګناه خلک ځوریږي او دارنګه کله ناکله امنيتي ځواکونه ړانده بریدونه ترسره کوي.

د دوی په خبره که چېرې دغه پورتنۍ ستونزې اوارې شي،نو دوی به په هره برخه کې له امنيتي ځواکونو پوره ملاتړ وکړي:

"د خوګياڼو د انکشافي شورا مشر:زموږ په سیمه کې څو وارې عمليات شوي وو،چې اصلي کسان يي پريښي وو او عام خلک يي ځورولي وو،تاسې باید ددغو مشکلاتو مخه ونیسي زموږ همکاري درسره ده.

قومي مشر: زه تاسې ته پوره ډاډ درکوم،چې ولسونه ستاسې تر شاه ولاړ دي،خو غوښتنه مو داده،چې امنيتي کسان باید دولسونو امنيت هم خوندي کړي.

قومی مشر: دا نن،چې قومي مشران دې غونډې ته راتلل د ودلت مخالفینو لخوا هر یوه قومي مشر ته زنګ وهل شوی،چې تاسې ولې ځی،موږ خطر منلی له تاسې سره ولاړ یو،خو خپل سري عمليات باید په دې سیمه کې بند شي"


د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شيرزاد ولسونو ته ډاډ ښکاره کړ،چې په راتلوونکي کې به ټول امنيتي ځواکونه په همغږۍ سره دقیق عمليات ترسره کوي.

نوموړي وویل،چې دی به له بهرنیو ځواکونو سره په لیدنه کې له هغوی هم وغواړي،چې عمليات دقیق او د امنيتي ځواکونو سره په همغږی ترسره شي:

"زه ستاسي خبره منم،چې مخکې به د ایساف لخوا خپل سري عمليات شوي وي،ولې تاسې ته ډاډ درکوم،چې په اینده کې به ټول عملیات زموږ په همغږی ترسره کیږي او له ایساف نه به هم دا غوښتنه کوم،چې هر عملیات،چې ترسره کیږي باید موږ سره پرې همغږي وشي او که بیا هم دا مشکل تکرار شو نو بیا به زه پرې د شکایت غږ پورته کړم"

فضل احمد شيرزاد د ولسوالۍ امنيتي ځواکونو ته هم جدي سپارښتنه وکړه،چې خپل وظیفوي مسوليت تر سره کړي او دغه ولسوالۍ دې ددې حالت څخه راوباسي:

"دلته محلي پولیس او ملي پولیس ټول راغلي زه امنيتي کسانو ته وایم،چې سر مو خلاص کړی،په دې لیکو کې هغه کس نه پریږدم،چې هغه یاغي وي او ددې ولس او دولت په تاوان وي "

که څه هم په خوګياڼو ولسوالۍ کې محلي پولیس فعاله دي،ولې فضل احمدشيرزاد بیا هم پر قومي مشرانو غږ وکړ،چې دوی ته دې د محلي پولیسو لپاره شاوخوا اویا تنه داسې ځوانان وروپيژني،چې هغه د سیمې او دولت په خير وي.

د امنيه قومندانۍ د چارواکو په خبره په پام کې لري،چې دغه ډول غونډې په نورو ولسواليو کې هم جوړې کړي.

ننګرهار ـ شاه محمود شينواری
XS
SM
MD
LG