د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

امریکاد د نړۍ د ۳۵ رهبرانو ټليفوني مکالمې څارلي


یو تازه رپوټ وايي، د امریکاد ملي امنیت ادارې (National Security Agency) د نړۍ د پينځه دیرش رهبرانو ټلفوني مکالمې څارلې دي.

د بریتانیې چاپ ګارډین ورځپاڼې په دې ارتباط د ۲۰۰۶م کال هغه سند خپور کړی چې؛ د امریکا د ملي امنیت د ادارې پخواني قراردادي مامور ادوارد سنودن افشا کړي وو.

د ګارډين په رپوټ کې د هغو رهبرانو نومونه نه دي اخیستل شوي چې؛ د امریکا د ملي امنیت ادارې څارلي دي.

رپوټ وايي چې، یوه امریکايي چارواکي د نړۍ د یو شمېر رهبرانو تقریباً دوه سوه ټلفوني شمیرې چې سپینې ماڼۍ، دفاع وزارت او د بهرنیو چارو وزارت ته ورکړ شوې وې؛ د دې هېواد د ملي امنیت ادارې ته سپارلې دي.

دې خبرې چې د امریکا د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل ټلفوني مکالمې څارلې؛ نه یوازې په جرمني، بلکه په ټوله اروپايي اتحادیه کې غوغا جوړه کړې ده.

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل نن سهار په بروکسل کې وویل:

زه یوازې دا وایم چې د ملګرو ترمنځ، د نږدې متحدانو په څېر په افغانستان کې تر دې ټول خدمت وروسته زموږ عسکرو په ګډه د مرګ سره مقابله وکړه او زموږ د ګډې پيل کړې جګړې په ګډ سنګر کې ووژل شول.

کله چې د ارزښتونو په څير تجربې شریکوو؛ نو غواړو چې، د داسې څارنې اندیښنه ونه لرو. د راتلونکې لپاره باید دلته یوڅه تغیرات راشي او زه فکر کوم چې د امریکا جمهور رییس د دې اړتیا ته متوجه دی."


سپينې ماڼۍ پرون دا رد نه کړه چې؛ د انګیلا میرکل ټلفون څارل شوی؛ خو ویې ویل چې په راتلونکې کې به داسې کار نه کیږي.

امریکايي چارواکو ویلي، د څارنې دا ماموریت د زیاتو نورو هیوادو د استخباراتي ادارو د جاسوسي معلوماتو د راغونډولو هڅو ته ورته او د تروریستي دسیسو د شنډولو لپاره وو.

خو یو شمېر خلک انتقاد کوي چې؛ د امریکا د استخباراتو ادارې د تروریستي دسیسو د شنډولو لپاره د اړتیا تر حد زیاتې ټلفوني مکالمې او انټرنټي تماسونه څارلي دي.

د اروپایي شورا مشر "هرمن وان رومپي" پرون وویل چې؛ د فرانسې او جرمني رهبران غواړي؛ د امریکا د استخباراتي ادارو د کار د واضح کېدو لپاره د واشنګټن سره خبرې وکړي:

"د دولتونو مشران متوجه شوي چې، فرانسه او جرمني له امریکا سره دوه اړخیزې خبرې غواړي؛ څو د روان کال تر پای ته رسېدو مخکې، د دوه اړخیزو اړیکو په اړه وضاحت وشي. د نورو دولتونو مشران هم غواړي چې؛ په دې کار کې شریک شي."

د فرانسې جمهور رییس فرانسوا اولان ویلي، د تروریزم ضد مبارزې لپاره د استخباراتي معلوماتو راغوڼډولو او د فردي ازاديو د محدودولو د توپير لپاره باید یو توازن رامنځ ته شي:

"موږ ډير واضح دریځ لرو، زه تر هرچا مخکې غواړم چې استخباراتي ادارې یا امنیتي ارګانونه د تروریزم ضد عملیاتو لپاره کار وکړي. خو د نورو اروپاييانو په څير د خلکو د اساسي حقونو او د فردي ازادیو د مصونیت ملاتړ هم کوم."

رپوټونه وايي، یو شمېر اروپايي رهبرانو د اعتراض په ډول د امریکا او اروپا ترمنځ د ازاد تجارت د تړون په اړه د مذاکرو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

دا وړاندیز د ایټالیا د صدراعظم تردې ټینګار وروسته رد شو چې؛ د جاسوسي معلوماتو افشا کېدل او د ازاد تجارت تړون ارتباط نه سره لري.
XS
SM
MD
LG