فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې: د افغانستان نا ویلې کېسه – تر سرلیک لاندې یو اوږد تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوې برخه کې یي راغلي:
په داسې حال کې چې؛ افغانستان د عصري اقتصاد جوړولو لپاره چې تر ډيره حده په بهرنیو مرستو تکېه دی، هلي ځلې کوې، د دې هېواد د ورانې شوې اقتصادي زیربنا تنظیمول او بیا رغاونه ډيره مهمه ده.
خپرونه لیکي: دا مهال چې افغانستان د انتقال وروسته مرحلې ته د حرکت په حال کې دی، په دې هېواد کې پراخه خوشبیني هم موجوده ده.
سره له دې چې؛ د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو موده کې د افغانستان ناخالص کورنی عاید تر ډیره حده په بهرنیو مرستو ولاړ و، د افغانستان د مخابراتو، زراعت او کانونو د پراختیا په برخو کې ستر پرمختګ شوی او د هغه حیاتې ثبات لپاره لار هواروي چې؛ د ازاد بازار لپاره زیات اهمیت لري.
فارین پالیسي لیکي:
کارپوهان اټکل کوي چې؛ افغانستان د یو او درېیو تریلونو ډالرو ترمنځ د تیلو، طبیعي غاز، سروزرو، مسو، اوسپني او نورو طبیعي زیرمې لري.
تر ټولو مهمه شتمني او صنعت د افغانستان د مرمرو صنعت دی چې؛ په نړۍ کې دغه صنعت ته د اړتیا له برکته به په جنګ ځپلي افغانستان کې د بري او سوداګرۍ امکانات برابر شي.
خپرونه په افغانستان کې د پانګوونې د ملاتړ ادارې (ایسا) په حواله لیکي چې؛ له ۲۰۰۸ کال راهیسي په افغانستان کې د مرمرو صنعت په سلو کې شپیته وده کړي او دې ودې په نورو صنعتونو هم مثبت اغیز کړی دی.
فارین پالیسي خپرونه لیکي: افغانستان، اروپا او اسیایي هېوادو ته مرمر صادروي او له دې درکه په کال کې شاوخوا پنځلس میلیونه ډالره تر لاسه کوي.
افغانستان د مرمرو په برخه کې په سیمه کې ترټولو ستر صادرونکې هېواد دی او که کارونه یي نور هم تنظیم شي، افغانستان به له دې درکه تر ۲۰۱۸ کاله پورې شاوخوا ۷۰۰ میلونه ډالره عاید ولري.
خپرونه وړاندي لیکي: د وسله والو جګړو کارپوهان له اوږدې مودې په دې باور دي چې؛ اقتصادي سوکالي او کافي پراختیا د امنیت په صورت کې رامنځ ته کېږي، خو که چېرې بریالۍ ستراتیژي موجوده وي، دا مفکوره بدلولاي شي، په دې معنی چې؛ د افغانستان په لویدیځ کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د کانونو صنعت موجود دی چې د دې هېواد اقتصاد پر مخ وړي او په نتیجه کې به یي بالاخره امنیت هم ټینګ شي.
که څه هم چې د افغانستان په لویدیځ کې دا مهال امنیت ډیر ښه نه دی، خو بیا هم د مرمرو صنعت او د عایداتو تر لاسه کول په کې دوام لري.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په راتلونکې ژمي کې په افغانستان کې د طالبانو د جګړو د زیاتیدو په اړه یو مضمون خپور کړی او د پیل په کرښو کې یي لیکي:
د امریکا د پوځ یوه جګ پوړي چارواکې د سې شنبې په ورځ خبردارئ ورکړ چې؛ وسله وال طالبان ممکن په راتلونکې ژمي کې په غیرعادي ډول خپلو حملو او شخړو ته زور ورکړی او د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې ممکن ګډوډۍ رامنځ ته کړي.
ورځپاڼه زیاتوي، افغانستان یو غرنی هېواد دی او په ژمې کې په کې ډيرې واورې اوري. وسله وال د ژمې په موسم کې معمولا استراحت کوي او د واورو له ویلې کېدو وروسته جګړو ته مخه کوي.
ورځپاڼې د یوه امریکایي جګ پوړي پوځي افسر چې؛ د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې یي ګډون کړی او نوم یي نه دی په ډاګه کړی، خبره راخیستې چې وایي:
استخباراتي راپورونه او افغان مقامات داسې ښیې چې؛ وسله وال هڅې کوي چې د ۲۰۱۴ م کال د اپریل د میاشتې لپاره د جمهوري ریاست پلان شوي انتخابات ګډوډ کړي.
دغه امریکایي افسر دا هم ویلې چې موږ په افغانستان کې دا مهال د نه جګړې حالت کې نه یو، بلکه موږ په حقیقت کې د ژمې کمپاین ته داخلیږو.