د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

سیګار: د یوه روغتون په جوړولو کې یو ګیلن تیل ۵۰۰ډالره حساب شوي


په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د مرستو سرمفتش په خپل تازه راپور کې لیکلي، په یوه روغتون کې، چې د امریکا د نړېوالې پراختیا د ادارې په مرسته جوړ شوی، یو ګېلن تېل په بازار کې تر اصلي بیې سل برابره ګرانه حساب شوي دي.

د دې ادارې د راپور له مخې پر هغو وسایلو چې له دوو زو تر لسو زرو ډالرو پورې ارزښت لري، څه باندې دوه لکه ډالر لګول شوي دي.

سیګار د امریکا د نړېوالې پراختیا اداره یا یو ایس ای ډي، چې په دې پروژه کې شریکه ده، په دې تورنه کړې پر دې پروژې د هغې نه کنټرول سبب شوی چې؛ پنځه لکه اووه زره ډالر ضایع شي.

دا پروژه د مهاجرت د نړېوالې موسسې یا ای او ایم له لوري اجرا کېږي.

د سیګار په راپور کې راغلي: د (آی او ایم) قراردادیانو د شپږ سوه ګېلن تېلو لپاره درې لکه ډالر ورکړي دي. د آی او ایم له اټکل سره سم په بازار کې د ډېزلو بیه باید له پنځو ډالرو زیاته نه وي.

سربېره پر دې د سیګار په راپور کې ویل شوي چې؛ ای او ایم د تودوښې د درجې یو اتومات کنټرولوونکې په دوه لکه شل زره امریکايي ډالره رانیولی حال دا چې؛ اصلي بیه یې د دوو زرو او لسو زرو ډالرو ترمنځ ده.

سیګار همدا راز لیکلي: ای او ایم د دغو لګښتونو هیڅ سند نه دی وړاندې کړی.

له بلې خوا د امریکا د نړېوالې پراختیا اداره یا یو ایس ای ډي بې له دې چې د دې خورا زیات مصرف په اړه معلومات ترلاسه کړي، ای او ایم ته پیسې ورکړي دي.

سیګار چې؛ په وروستیو کې په افغانستان کې د امریکا د مرستو په پیسو کې پر له پسې درغلۍ افشا کوي، له یو ایس آی ډي څخه غوښتي چې دا پیسې له آی او ایم څخه بېرته واخلي.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د لګښتونو د سرمفتش اداره همداراز وايي، یو ایس آی ډي ژمنه کړې چې په دې اړه څېړنې کوي.
XS
SM
MD
LG