د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

افتخار: کاندیدان دې خپلې تبلیغاتي پاڼې په هېواد کې دننه چاپ کړي


"آیسا" یا په افغانستان کې د پانګې اچوونې ملاتړې ادارې د راتلونکو انتخاباتو له کاندیدانو غوښتي چې؛ تبلیغاتي پاڼې دې د هېواد په مطبعو کې چاپ کړي.

په داسې حال کې چې د انتخاباتي کمپاینونو پیلېدو ته څه باندې درې میاشتې وخت پاتې دی؛ ایسا یا د افغانستان د پانګې اچونې ملاتړه اداره وایي، په هیواد کې دننه خصوصي چاپخانې د کاندیدانو د تبلیغاتي پاڼو چاپولو ته تیارې دي.

د دې ادارې ريیس وفي الله افتخار د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل؛ افغان پانګوالو د چاپ لپاره په هېواد کې دننه زیاتې پانګې اچولې دي.

ده وویل، اوسمهال په هیواد کی د چاپ شاوخوا دری سوه خصوصی مطبعې فعالی او پرمختللي چاپي وسایل لري.

"په دې اړه مو د انتخاباتو کمیسیون ته مکتوبونه هم استولي؛ چې دا مساله دې په خپلو کاري پلانونو کې شامله کړي.

په هېواد کې دننه د چاپ امکانات ډیر دي او کاندید هم باید د هېواد اقتصادي وده په پام کې ونیسي او خپلې تبلیغاتي پاڼې دې په هېواد کې دننه چاپ کړي."


دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې؛ د دې هېواد په تېرو څو دورو انتخاباتو کې د کاندیدانو ډیرې تبلیغاتي پاڼې په بهرنیو هېوادونو په تیره په پاکستان کې چاپ شوې وې.

د ایسا مسوولین وایې، پر دې تبلیغاتي پاڼو څه باندې شل میلیونه ډالره لګیږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه د روان لمریز کال د دلوې په دیارلسمه پیلیږي او د راتلونکي کال د حمل تر دیارلسمې به دوام وکړي.

دې کمیسیون د سې شنبې په ورځ اعلان کړه چې؛ د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته په لومړني لست کې لس تنه او د ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندې دوه زره اوه سوه تنه کاندیدان ولاړ دي.

د صنعتکارانو د اتحادیې مرستیال عبدالجبار صافی وایي؛ کاندیدان باید په هېواد کې دننه د مطبعو او چاپ ځایونو په کار ډاډ من اوسي.

ده داهم وویل، په هېواد کې دننه فعالې مطبعې په چارو کې له بهرنیو مطابعو سره سیالۍ کولی شي:

"کاندیدان چې هرډول تبلیغاتي پاڼی وغواړي د خصوصي سکتور چاپخانې یې چاپولی شي؛ کاندیدان باید د خپل ضرورت وړ نور مواد هم له کورنیو منابعو څخه پوره کړي؛ څو له کورني اقتصاد سره مرسته شوې وي."

بل خوا د کابل ښار ځیني اوسیدونکي په هېواد کې دننه له خصوصي مطابعو د کار له کیفیته شکایت کوي.

ځیني کتاب پلورونکي هم وایي چې؛ په بهر کې چاپ شوي کتابونه نسبت هغو ته چې په هیواد کې دننه چاپیږي، ډیر خرڅیږي.

دوی داهم وایي، سره له دې چې په بهر کې د کتابونو چاپول ډیرې پیسې او ډیرې هڅې غواړي، خو دوی دا کار د اخیستونکو د رضایت لپاره کوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG