د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

پکتیکا: په اورګون او سروبي ولسوالیو کې لاریونونه



نجیب الله الوخېل

د دوو ورځو راپدېخوا د پکتیکا په اورګون او سروبي ولسوالیو کې خلکو له دې کبله په لاریون لاس پورې کړئ، چې حکومت دې د اورګون ـ ښرني همدارنګه د سروبي او انګور اډې د لویې لارې د جوړولو کار پیل کړي، دوی د یاد ولایت د امنیتي ځواکونو له چارواکو هم غواړي، چې د هغو سرتیرو مخه دې ونیسي کوم، چې د لویو لارو په اوږدو کې باروړونکو موټرونو څخه ناقانونه پیسې غواړي.

لاریون کوونکي وایي، چې د یادو دوو سړکونو د جوړولو له پاره چې اوږدوالۍ یې پنځوس کیلومترو ته رسیږي، د روان مالي کال له پیله يې بودجه د اسیا د پراختیايي بانک له خوا د فواید عامې وزارت ته لېږدول شوې، خو د مالي کال اووه میاشتې په پوره کیدو دي، مګر تر اوسه د کار د عملي جریان نښې نښانې نه تر سترګو کیږي.

دوی د یادو پروژو په پلي کیدو کې د ځنډ لامل په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د یاد ولایت د ځینو استازیو لاسوهنه ګڼي او زیاتوي، چې هغوی د خپلو شخصي ګټو د تامین له پاره د دې کار پر وړاندې مزاحمتونه جوړوي او د کار مخه يې نیسي.

د اورګون د ځوانانو د کلتوري بنسټ او د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر یعقوب خان منظور مشال راډیو ته وایي، چې دولت په ځانګړي ډول د لویو پروژو په تطبیق کې د پکتیکا والو سره د مور او میرې چلند کوي، هغه زیاتوي که د سړک د کار په پیلیدو ډاډه نه شي نو لاریونونو ته به دوام ورکړي:

"تر هغې پورې به مو دا لاریونونه او مظاهرې دوام ولري، تر څو چې د پکتیکا چارواکي او د افغانستان لوړ مقامات دا پاتې پنځوس کیلو متره سړک چې تر اوسه خامه پاتې شوی دی او بودجه هم ورته منظوره شوې ده، په پاخه او اساسي ډول راته جوړ نه کړي، نو زموږ لاریونونه به د دوی تر ژمنو دوام پیدا کړي."

په ملي شورا کې د پکتیکا د خلکو استازي بیا د دوی پر وړاندې د لاریون کوونکو تورونه بې ځایه بولي او وايي، چې د نوموړو پروژو د پلي کیدو له پاره یې نه یوازې مزاحمت نه دی کړئ، بلکې د هغه د پلي کیدو له پاره هڅې کوي.

د ولسي جرګې استازی محمود خان سلیمانخېل وايي، تراوسه پورې د سړک د جوړیدو له پاره له کوم شرکت سره قرار داد نه دی شوی، نو دی به يې مخه څه ډول ونیسي:

"که چیرې د دې قرارداد اعلان شوی وو او دا شرکت برنده وو، زه د پکتیکا د خلکو ګیله هم پر ځان منم، نو له مدني ټولنو څخه مې دا غوښتنه ده، چې تاسو یو ځل په واقعیتونو ځان خبر کړئ، تاسو ته دې خلکو، هسې ځان د برنده په نوم اعلان کړی، تاسو ورته ووایئ چې د برنده ګۍ اسناد راوړئ، که داسې وي زه به لا ړومبۍ خپله استعفی درته ولیکم، ما ورته ویلي دي که تاسو په معیار برابر یئ، وزارت مالیه شته، وزارت اقتصاد شته، وزارت فواید عامه شته، بانک اسیايي شته، هغوی دې تاسو ته قرارداد درکړي."

سناتور خان محمد خاګی هم وايي، چې یوازې د باکیفته سړک د جوړیدو غوښتنه لري، له هغه پرته کوم شرکت سره د قرارداد په کار کې هېڅ ډول مخالفت نه لري:

"دا خبره د دوی بې ځایه ده چې وايي موږ د پروژو د تطبیق خنډ ګرځو، موږ دې ځای ته د دې له پاره نه یو راغلي چې خپله پښه به په تبرو وهو، غواړو چې موږه خپلو خلکو او ولایت ته یو خدمت وکړو، دلته د اورګون خلک او د اورګون شورا راغله، د هغه ځای عکسونه يې له ځانو سره راوړي وو، چې پخوانۍ سړک ټول له منځه تللی دی او تخریب ده، نو تاسو زموږ نماینده ګان یاستئ، تاسو ولې له موږ سره همکاري نه کوئ، اوس يې هم نه یم خلاف او هغه وخت یې هم نه وم خلاف، هو د خراب سړک خلاف یم او غواړم چې سړک سم جوړ شي، ښه شرکت ته ورکړل شي او نور موږ له چا سره مخالفت نه لرو."

د لاریون څو تنو ګډونوالو ډریورانو د مظاهرې پر مهال مشال راډیو ته وویل، چې د لارو په اوږدو کې د یو شمېر امنیتي کسانو له خوا ځورول کیږي او پیسې ځني اخیستل کیږي، هغوی ګواښ وکړ تر هغه به لاریون ته دوام ورکوي، چې په فساد کې یو شمېر ښکیل امنیتي کسان له دې نا قانونه کار څخه لاس په سر شي:

"لنډه دا ده چې په دې لار کې اربکي او پولیسو هر پوسته درڅخه پیسې غواړي، ګمرګ پارچه کاټ کړي، د ګمرک پارچه مو په جیب کې وي، چې پار چه وګوري نو د درواغو لیکل پرې وکړي او وايي پیسې راکړه د څه شي پیسې د پارچې.

۲-اول موږ په دې ځای کې ځوریږو په دې سپیدار ناره کې دا د سروبي نه را دې خوا ته په دې ځای کې غله دي، بیګاه يې موږ دلته ماښام وشوکولو، په دې خوا کې هر ځای پوستې دي او موږ ورڅخه وهل او ډبول خورو او بس.

۳-تر هغه پورې به زموږ لاریون دوام کوي، څو چې دولت زموږ غوښتنې سر ته و نه رسوي او زموږ غوښتنې پای ته نه وي رسیدلي، تر هغې به موږ یوه بورۍ مال پکتیکا ولایت او غزني ولایت ته انتقال نه کړو.

۴-ولې تاسو موږ ځوروئ، په کومه وجه، په کوم قانون کې دا راغلي دي، د وهلو ټکولو او پیسو تر وړلو پورې يې موږ ته ستونزې جوړې کړي دي، موږ څخه يې د چرسو نشې غوښتي دي، وايي چې هر نوع نشه تاسو خامخا موږ ته راوړئ، چې نشه نه وي نو ستاسو به وهل هم وي او ټکول به هم وي."


د پکتیکا امنیه قوماندان جنرال دولت خان قیومي د لارو په اوږدو کې د لویو موټرونو ډریورانو ته د امنیتي موظفینو له خوا د هر ډول مزاحمتونو د جوړولو خبره بې ځایه بولي او وايي، چې هغوی باید د لاریونونو پر ځای په خپله ولایت مقام او مسوولینو سره خپلې ستونزې شریکې کړي:

"هر څوک که هر مشکل ولري، دلته ولایت دی، دلته دوی والي صیب ته عریضه ورکولای شي، که اردو منسوبین ورڅخه پیسې اخلي والي صیب ته ویلای شي، چې اردو زما نه پیسې وړي، د اردو قوماندان به والي صیب راوغواړي، که چیرې پولیس ورڅخه وړي دوی باید ماته راشي، زه به پولیس راونیسم او څارنوالي ته به يې معرفي کړم، که چیرې يې سرحدي پولیس وړي نو باید هغه څارنوالي ته معرفي شي، دلته خو حکومت دی او قانون دی."

د یادونې وړ ده،درې میاشتې وړاندې هم د پکتیکا ولایت یو شمېر خلکو مشال راډیو سره په خبرو کې د یاد ولایت ځیني وکیلان او سناتوران په نوموړي ولایت کې د یو شمېر ټولګټو پروژو د پلي کیدو په مخنیوي تورن کړي ول او ویل يې، چې استازي يې د ودانیزو شرکتونو نه باج غواړي، خو هغه مهال هم د پکتیکا وکیلانو او سناتورانو د خلکو دا تورونه بې ځایه بللي ول.
XS
SM
MD
LG