د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

"په تیرو ۱۰کلونو کې د ودانیو د جوړولو په پروژو کې پوره شفافیت نشته"


د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، په یو شمېر ساختماني پروژو کې چې د شپږ اعشاریه اوه میلیارډه ډالرو په لګښت عملي شوي په پوره اندازه شفافیت نه دی موجود.

په همدې خاطر د اقتصاد وزارت د کاسټ له نړېوالې ادارې سره یو تړون هم لاسلیک کړ، چې د دې ادارې له خوا په یاد وزارت کې یوه څانګه جوړه کړي.

د اقتصاد وزارت مسئولین وايي، وروسته له دې به ټولې ساختماني پروژې له پيله تر پایه د دې څانګې له خوا څېړل کیږي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې ګډه اداره وايي، هیله لري، چې دغه سکرټریټ به تر یو ځایه په دې برخه کې د فساد مخه ونیسي.

له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې له مرستو نه یوولس کاله وروسته، د اقتصاد وزارت غواړي، چې د ساختماني او بنسټیزو پروژو په برخه کې د فساد مخنیوی وکړي.

د دې وزارت مسئولین وایي، هغه پیسې چې په تیرو لسو کلونو کې د ودانیو د جوړلو په پروژو کې لګول شوي، پوره شفافیت په کې نشته.

د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغندیوال د چهارشنبې په ورځ په دې وزارت کې د کاسټ د نړېوالې ادارې د یوه سکرټریټ د جوړولو د تړون د لاسلیک کولو پر وخت وویل:

“په تیرو لسو کلونو کې تر شپږ عشاریه اووه میلیارډه ډالره ډیري پیسې پر ودانیو لګول سوي، که چېري دا پروژې په شفافه توګه بشپړي سوي وای، زه باور لرم چې زموږ اوسنۍ حالت به ډیرښه وای.

دا سکرټریټ به انشاالله د فساد او نورو ستونزو د له منځه وړلو لپاره کوښښونه وکړي.”

ښاغلی ارغندیوال وايي، تر دې وروسته به د ودانیو د جوړولو په پروژو کې د فساد د مخنیوي لپاره ټولي پروژې له پيله تر پایه د کاسټ ادارې د سکرټریټ له خوا څارل کیږي.

د اقتصاد وزارت داسې وخت د ودانیو په پروژو کې د اداري فساد خبره کوي، چې راپورونه وایي، نړېوالې ټولنې په تیرو 11 کلونو کې له افغانسان سره شا او خوا 60 میلیارډه ډالره مرستو ژمنې کړي دي.

خو افغان حکومت وایي، چې د دغو مرستو ډیره برخه خپله د مرسته کوونکو هیوادونو له خوا لګول سوې ده او ددغو مرستو یوازي 18 فیصده یې افغان حکومت ته ورکړل شوي.

اداري فساد چې په تیرو شا او خوا 12 کلونو کې یې افغانان له ډیرو ستونزو او کړاونو سره مخ کړي او د مخنیوي لپاره یې ډیري ادارې هم جوړي سوي، خو لا هم دا پدیده په دې هیواد کې یوه اساسي ستونزه ده.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارني ګډه کمېټه په تیرو کلونو کې له اداري فساد سره د مبارزې څخه خوښه نه ده او هیله لري، چې د فساد پر ضد دا نوې څانګه به رشوت ورکونه اواخیستل کم کړي.

د دې کمېټې رئیس محمد یاسین عثماني په دې اړه وایي:

“له فساد سره د مبارزې د کارونو نتیجه هغه ډول چې تمه یې کېدل نه ده، په افغانستان کې د دې سکرټریت له جوړېدلو سره هیله لرم، په ساختماني چارو کې چې په اړه یې د فساد ډیري اوازې خپرېږي، تر یو حده زموږ مبارزه ګټوره و اوسي.”

په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ډیرو ادارو تر جوړېدو وروسته هم خلک شکایت کوي، چې دا ستونزه لا هم په خپل ځای پاتې ده.

د افغانانو ترڅنګ نړیوالي ټولنی هم په وار وار په افغان دولت د اداري فساد له امله انتقادونه کړي او خبرداری یې ورکړی، چې که دا دولت د اداري فساد مخنیوی ونه کړي نوخپلي مرستي به بندي کړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG