د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۱

په نړۍ کې د ماشومانو مړينه ۵۰ فیصده کمه شوې


د ماشومانو د ژغورنې يا سيف د چلدرن نړيوالې موسسې په يوه تازه راپور کې څرګنده کړې ده چې په نړۍ کې د ماشومانو د مړينې کچه په بې سارې توګه راکمه شوې ده.

د سيف د چلدرن موسسې اجراييوي مدير په دې اړه وويل:

«موږ په يوه نسل کې پنځوس په سلو کې د مړينې د کچې د ټيټيدو شاهدان يوو. دا يو تاريخي پرمختګ دي. اوس موږ کولي شو چې په راتلونکې نسل کې د دغو پيښو د يو مخ ختميدو په اړه خبرې وکړو. نو زه فکر کوم چې خلک پوهيږي، دوي ويني چې دغه د دوي په ژوند کې د بدلون وړ شي دي»

د سيف د چلندرن راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، په ۷۵ هيوادو کې د څيړنې له مخې چمتو شوي دي. په دې راپور کې ويل شوې دي چې په ۱۹۹۰ کال کې ۱۲ ميليونه ماشومان مړه شوي و او تيرکال دا شميره ۶.۶ ته راښکته شوه.

د ماشومانو د ژغورنې د موسسې اجراييوي رييس وايي، د دوي د موسسې هدف دا دي چې په يوه هيواد کې بيلابيلې سيمې وکتل شي څو پوه شي چې دغه بدلون د دغه هيواد په ټولو سيمو کې يو رنګ دي که نه دي:

«دا ډيره په زړه پورې ده، د بنګله ديش په څير هيوادو کې چې اقتصادي وده يې د هند په پرتله ټيټه ده، د ماشومانو د مړينې کچه خورا ښکته شوې. نو په زړه پورې دا ده چې په هر هيواد کې څه پيښيږي؟ له کومو پاليسيو کار اخلي؟ دغه پرمختګ په ټول هيواد کې يو رنګ دي يا د خلکو يوه ځانګړې طبقه داسې ده؟ دغه سوالونه مهم دي چې مطرح شي»

د سيف دچلدرن راپور څرګندوي چې په افريقا کې په نايجر کې په دې برخه کې خورا ډير پرمختګ شوي او په دې هيواد کې د وچکاليو او قحطي سربيره له ۱۹۹۰ کال راوروسته د ماشومانو د مړينې کچه پنځوس په سلو کې راښکته شوې ده.

بن هيويت بيا وويل، په هغو هيواد کې چې د ماشومانو د مړينې کچه ډيره راښکته شوې ده هغه د نايجر په څير خوار هيوادنه دي چې پکې د حامله ښځو او ماشومانو لپاره روغتيايي اسانتياوې وړيا دي.
XS
SM
MD
LG