د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

په کابل کې د ګمرګونو ملي اکاډمی پرانیستل شوه


په کابل کې د لومړي ځل لپاره د ګمرګونو ملي اکاډمی پرانیستل شوه.

د دې اکاډمی په ودانۍ او تجهیزاتو د امریکا د متحدو ایالاتو له خوا شاوخوا څلور میلیونه ډالره لګیدلي دي.

د افغانستان د مالیې وزیر د دې اکاډمۍ د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، د دې اکاډمې په لومړۍ دوره کې به د ګمرکونو یو سلو پنځوس کارکوونکي مسلکې زده کړې وکړي.

د امریکا د سفارت استازی هم وویل، د ګمرکونو د کارکوونکو مسلکي کېدل به د ګمرکونو عواید نور هم زیات کړي.


د افغانستان د مالیې وزارت وایي، چې د ګمرکونو د ټولو کارکوونکود مسلکې کېدو لپاره باید هغوي په دې اکاډمی کې زده کړې وکړي.

د مالیي وزیر حضرت عمرزاخیلوا ل د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ګمرکونو د ملي اکاډمی د پرانیستو پر مهال وویل، د دې اکاډمی مسلکي زده کړې به د هېواد د ګمرکونو د کارکوونکو ظرفیتونه لوړ، چارې به یې شفافې او د ګمرکونو عواید به زیات کړي:

«موږ به په راتلونکي کې هیڅ داسې کارکوونکي ونه لرو چې؛ په مستقیمه توګه دې په ګمرک کې مقرر شي.

لومړی به دې اکاډمۍ کې شاملیږي، مسلکي زده کړې به کوي، ښې نمرې به اخلي او بیا به مقرریږي.

د موجوده کارکوونکو وړتیا به هم د همدې اکاډمی له لارې ټاکل کېږي.»

د افغانستان د ګمرکونو ملي اکاډمی، کابل ګمرک ته څیرمه په څلور بلاکونو کې جوړه شوې چې؛ په یوې روزنیزه دوره کې په کې د ګمرکونو یو سلو پنځوس کار کوونکي زده کړې کولای شي.

د مالیې وزارت چارواکو وویل، دا اکاډمی په پرمختللو تجهیزاتو سمباله او د افغانستان د مرکز او سرحدونو ګمرکي کارکوونکي به د عوایدو د راټولو له مسلکي چارو سره بلد کړي.

ښاغلي زاخیلوال وویل، د دې اکاډمی دوهم فیز یا برخه به په راتلونکې کې د اروپایي ټولنې په مالي او تخنیکي مرسته بشپړه شي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې د دې اکاډمی په لومړي فیز د امریکا له خوا څلور میلیونه ډالره لګیدلي دی.

د یادې اکاډمۍ د پرانیستو پرمهال په افغانستان کې د امریکا سفارت د اقتصادي برخې مسئول ډاکتر کېن یاماشیتا وویل، د افغانستان د ګمرکونو د کارکوونکو مسلکې کېدل به د دې هېواد له اقتصادي ودې سره زیاته مرسته وکړي:

« د افغانستان د ګمرکونو کارکوونکو ته باید ووایم چې؛ موږ او تاسې یوځای د ګمرکاتو د چارو پراختیا ته کار کوو.

ستاسې فعالیت به د خلکو په ژوند او د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت بدلون راولي.

موږ به په دې برخه کې په راتلونکې کې هم د افغانستان د یو ملګری په توګه کار ته دوام ورکړو.»

د مالیي وزارت چارواکو دا هم وویل، په وروستیو کلونو کې د افغانستان د شمال، جنوب او ختیځ ګمرکونه د امریکا د متحدو ایالاتو، کاناډا، جاپان، نړېوال بانک او نړېوالې ټولنې په مرسته د ودانیو او وسایلو له پلوه تر یوه حده مجهز شوی، خو کافي نه دی او هڅې روانې دي چې په دې برخه کې شته نیمګړتیاوې پوره کړو.

پخوا تردې داسې شکایتونه کېدل چې؛ د ګمرکونو یو شمېر کارکوونکي د پوهې او مسلک پرځای د پیسو او واسطو له لارې ټاکل کېږي.

څیړونکي وایي چې؛ اداري فساد، په ګمرکونو کې د غیر مسلکي کسانو کار کول او له سوداګرو سره غیر قانوني معاملې په ګمرکونو کې د عوایدو د کموالي یو مهم علت دی.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG