د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

حامد کرزی په دوه ورځني سفر تاجکستان ته ولاړ


افغان ولسمشر حامد کرزی نن(د دوشنبې په ورځ) په یوه دوه ورځني سفر ګاونډي هېواد تاجکستان ته ولاړ.

ټاکل شوې افغان ولسمشر په خپل دې رسمي سفر کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ 3 دوه اړخیز د همکاریو سندونه هم لاسلیک کړي.

د سیاسي چارو افغان پوهان تاجکستان ته د افغان ولسمشر دا سفر ځکه مهم بولي، چې د دوی په خبره دا به په سیمه کې د افغانستان په اړه ځیني بدګومانۍ او اندیښنې راکمې کړي.

د ارګ ماڼۍ د معلوماتو له مخې تاجکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د دې رسمي سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مهمو مسایلو او د دوه اړخیزو اړیکو پر غښتلتیا خبرې کول دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال فایق واحدي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان ولسمشر تاجکستان ته د هغه هېواد د ولسمشر په رسمي بلنه تللی.

خو دا چې ښاغلی کرزی به له خپل تاجکې سیال امام علي رحمان سره په ځانګړي ډول پر څه خبرې وکړي، ښاغلي واحدي وویل:

“په دې دوه ورځني سفر کې به افغان ولسمشر د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د دواړو هیوادونو ترمنځ پر بېلابېلو مطرحو مسایلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ او دوستۍ د اړیکو پر ټینګښت خبرې وکړي.”

دا تاجکستان ته د افغان ولسمشر اووم رسمي سفر دی، چې په تیرو شا او خوا لسو کلونو کې یې کوي.

تر دې سفر یوه ورځ مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو ولسمشران د دوه اړخیزو همکاریو درې سندونه لاسلیک کړي.

دا سندونه د ماین پاکۍ او بیمې د خدماتو په اړه د همکاریو او د خلکو د تګ او راتګ د اسانتیا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه نوي پل د جوړیدو په اړه دی.

ارګ ماڼۍ وایي، له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر عمر زاخیلوال، د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل او ځني نور حکومتي مسئولین ملګري دي.

د سیاسي چارو افغان پوهان تاجکستان ته د افغان ولسمشر دا سفر ځکه مهم بولي، چې د دوی په خبره دا به په سمیه کې د افغانستان په اړه ځینې بدګومانۍ او اندیښنې راکمې کړي.

د سیاسي چارو یوه کارپوه محمد اکبر اوریا ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا سفر د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ پر مسایلو هم مثبت اغېز لري.

تاجکستان تر پاکستان وروسته له افغانستان سره تر ټولو اوږده ګډه پوله لري او د افغانستان په شمال کې پروت هېواد دی.

د راپورونو له مخې تاجک چارواکو تر دې مخکې په وار وار ویلي، چې له افغانستانه ترهګر او د نشه يي توکو قاچاق وړونکې ور اوړي.

افغانستان چې په وچه کې پروت هیواد دی، تل یې له خپلو دوو نورو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان سره پر سوداګریزو او ټرانزیټي مسایلو له ستونزو سره مخ وي.

خو تاجکستان د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره منځنۍ اسیا او روسیې ته د یوې مهمي دروازې په توګه هم ګڼل کیږي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG