د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

ننګرهار: یو شمېر ټولګیو ته تدریسي کتابونه نه دي ورکړل شوي


په ننګرهار کې د یو شمېر ښوونځيو زده کوونکي وايي، چې په دې ولایت کې د تعليمي کال د پیل کیدو شاوخوا دوه میاشتې پوره کیږي، ولې په یو شمېر ښوونځیو کې ځينو صنفونو ته کتابونه نه دي ورکړل شوي او له همدې امله ځیني شاګردان تر اوسه بې کتابه په ښوونځيو کې يوازې حاضري ورکوي.

هغه زده کوونکي، چې تر اوسه ورته درسي کتابونه نه دي ورکړل شوي وايي، ډيرې کورنۍ غریبي دي او د دې توان نه لري، چې په ښار کې کتابونه واخلي:

"نوم مې هیلال دی د تجروبوي لیسې زده کوونکی زموږ په مکتب کې ډیرو هلکانو ته کتابونه ورکړي،خو زموږ په ګډون ځینې صنفونو ته يې کتابونه نه دي ورکړي او استادان راته وايي،چې تاسې کتابونه واخلی.

محمد قسیم نومیږم تر اوسه موږ ته د معارف ریاست کتابونه نه دي راکړي د تعلیمي کال نه ډير وخت تیر شوی او دا دی امتحانونه هم رانیږدې شوي،او خلک غریب دی"

د بهسود ولسوالۍ اړوند د کاریز کبیر د سیمې یوه قومي مشر ملک نیازالدین عرب هم ازادۍ راډیو سره په ټلیفوني اړیکه کې دا ستونزه شریکه کړې ده.

نوموړی وايي،چې د دوی په سیمه کې نورو صنفونو ته کتابونه ویشل شوي ولې د لومړي او دویم ټولګي شاګردانو ته تر اوسه هیڅ کتاب نه دی ورکړل شوی:

"زموږ په سیمه کې ټولو صنفونوته کتابونه ورکړل شوي دي،ځینې به کمبودی وي خو اول او دویم صنف کې هیڅ یوه شاګرد ته کتابونه نه دي ورکړل شوي،څو ورځې مخکې ماته سپینږیرو وویل،چې موږ څه وکړو،کتابونه ورکوی او که په ښار کې ورته واخلو"

له دې سره سره،چې زده کوونکي او یو شمېر کورنۍ په ښوونځیو کې شاګردانو ته د کتابونو د نه توزیع کیدو خبره کوي،ولې د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعیلزی بيا پر خپلو خبرو ټینګار کوي،چې دوی ددې ولایت ټولو ښوونځيو ته کتابونه رسولي او په بشپړه توګه پر شاګردانو يې توزیع کړي دي:

"دا خبره دروغ ده،زه ستاسې له لارې تولو مکاتبو ته وایم،چې راشی زموږ په ډيپو کې کافي کتابونه دي ترلاسه يی کړی بل زموږ افغانان هر کال کتابونه اخلي او دا کتابونه د درې کلونو پورې دي،موږ هر کال دوی ته کتاب نشو ورکولای"

له دې وړاندې هم یو شمېر خلکو له ازادۍ راډیو سره په تلیفوني اړیکه کې ویلي و،چې دوی خپلو اولادونو ته د جلال اباد په ښار کې د معارف رنګه چاپ کتابونه اخیستي،خو هغه مهال د پوهنې ریاست چارواکو د خلکو دغه ادعاوې رد کړې وې.

د یو شمېر زده کوونکو په خبره که چېرې د پوهنې ریاست د تعليمي کال پيل سره سم ښوونځيو ته تدریسي کتابونه ونه رسوي،نو د دولسم ټولګيو زده کوونکي نشي کولی،چې خپل درسونه پوره په سمه توګه زده کړي او همدا لامل کیږي،چې د کانکور په ازموینه کې هم پاتې راځي.

ننګرهار – شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG