د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د امنیتي او دفاعي تړون د نه لاسلیکېدو منفي پایلې


ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د را روانې لویې جرګې په اړه تبصره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، که چیرې په لویه جرګه کې برخه وال دا تایید کړي چې؛ د امریکا د متحدو ایالاتو او افغانستان ترمنځ د امنیتي همکاریو تړون په ګټه دی نو ولسمشر کرزی به یې لاسلیک کړي.

خو که چیرې جرګه داسې پرېکړه ونه کړي نو دا خبره له امکانه لرې څرګندیږي چې؛ ولسمشر کرزی به دا دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.

ګارډین لیکي، که موافقه وشي نو یو شمېر امریکايي عسکر به په افغانستان کې پاتې شي؛ څو افغان امنیتي ځواکونه وروزل شي او د القاعده شبکې د بقایا پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي. که نه، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اسوشیېټډ پرس اژآنس ته په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې؛ له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو سره هم ستونزه نه لري."

د امریکا زیاتو متحدینو هم ویلي چې، که چیرې امریکايي عسکر پاتې نه شي، خپل عسکر له افغانستانه باسي.

ګارډين ورځپاڼه لیکي، دا کار به هغه ملیاردونه ډالر د خطر سره مخامخ کړي چې؛ هرکال د افغان ځواکونو د روزنې او د پراختیايي کارونو لپاره دې هیواد ته ورکول کیږي.

بله غربي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو مقاله لري.

واشنګټن پوسټ لیکي، دا چې په افغانستان کې د امریکا په رهبرۍ جګړه خپل پای ته نږدې کیږي؛ د جمهور رییس بارک اوباما د یوې پخوانۍ هیلې په ترسره کېدو کې مرسته کولای شي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، ولسمشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې د کار د پيل څخه د ګوانتنامو د زندان د تړل کیدو هیله څرګندوله؛ خو هلته لا هم یو سل او څلور شپیته تنه بندیان پاتې دي.

د امریکا کانګرس د دې کسانو د لویې برخې لپاره د خوشې کېدو او یا بل ځای ته د هغوی د لیږدول کیدو امکان بند کړی دی.

د اوباما اداره یوازې یو محدود شمیر زندانیان محاکمه کولای شي.

د اوباما د ادارې مسوولین اوس په دې غور کوي چې؛ ایا د (۲۰۱۴) میلادي کال ترپایه له افغانستانه د امریکايي محاربو ځواکونو وتل به دا لاره پرانیزي چې؛ یو څوک د امریکا د قانوني مراجعو په وړاندې ودریږي او د ګوانتنامو د زندانیانو د بند دوام وغواړي؟

په ګوانتنامو کې یو شمیر کسان تر دولس کاله زیاته موده زنداني پاتې شوي او پر زیاتو کسانو د هغوی جرم نه دی ثابت شوی.

د امریکا کانګرس د سپټمبر د یوولسمې تر حملې وروسته؛ د هغو کسانو پر ضد د قوې استعمال ته اجازه ورکړه چې د سپټمبر د حملې په پلان او ترسره کولو کې لاس یې درلود او یا یې په دې حمله کې مرسته کړې ده.
XS
SM
MD
LG