د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

د کابل په قابل بای سیمه کې انتحاري حمله شوې


د کابل په قابل بای سیمه کې انتحاري حمله شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:33 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د قابل بای په سیمه کې یوه انتحاري حمله تایيد کړه. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي شیبه مخکې ازادی راډیو ته وویل، چې تر اوسه ددې حملې په اړه پوره جزیات نه لري. د ازادی راډیو د خبریال د خبر له مخې چې دا انتحاري پیښه د یوه موټربم په واسطه شوې او وروسته په سیمه کې د ‌ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي. ویل کيږي، چې دا پیښه د مازدیګر د ۵بجو په شاوخوا کې د ګرین ویلیج کمپ سره نژدې شوې ده. د کابل د امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر خبریالانو ته وویل، چې څلور تنه ملکیان ټپیان دي او د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

XS
SM
MD
LG