د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۰۴

د شخصیتونو د ترور له دوامه د حکومت اډانې ته ورپېښ ګواښ


کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د بېلابیلو موضوعاتو ترڅنګ د لوګر د وژل شوي والي ارسلا جمال د دوژنې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

محور:

محور ورځپاڼې د خوست له خلکو څخه په نکل لیکي؛ پر ارسلا جمال برید په سختو ټکو سره غندو او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې؛ پر نوموړي بریدکوونکي دې افشا شي.

همداراز یاده ورځپاڼه د خوست د علماوو شورا مشر مولوي محمد شاه له خولې لیکي؛ په جوماتونو، سپېڅلو مذهبي ځایونو او اسلامي مقدساتو کې بریدونو ناوړه کارونه دي.

د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "د شخصیتونو د ترور له دوامه د حکومت اډانې ته ورپېښ ګواښ."

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې؛ ښايي په لوګر کې وروستۍ پېښه د پاکستاني طالبانو د مرستیال لیطف محسود نیونه، د والي له خوا د اصلاحاتو او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو او د مس کان هغه مسایل دي چې؛ د نوموړي دوژل کېدو لامل بلل کیږي.

د سرمقالې لیکوونکي دولت ته سپارښتنه کوي؛ څو د دې پېښې بشپړه او جدي څیړنه اوپلټنه وکړي، اړوند ارګانونه او اواشخاص تر پوښتنې او ګرویږونو لاندې راولي، څومعلومه کړي چې؛ په پېښه کې د چا لاس او والي د کومې موخې لپاره وژل شوی دی.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي وسله والو د اختر په ورځ قران کریم قرباني کړ.

د مطلب لیکوال خلکو ته سپارښتنه کوي چې؛ د دې برید او دې ته ورتو حملو په اړه جدي او له قهره ډګ غبرګونونه څرګند کړي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې زموږ دیني ارزښتونه ولې د ناوړو موخو هدف ګرځي؟

سرمقاله لیکوونکي پر مسلمانانو او ټولې اسلامي نړۍ غږ کوي چې؛ د دغوډول پېښو پر وړاندې بې توپېره پاتې نه شي او که پاتې شول؛ نو دښمن نور هم زړور کیږي او کېدای شي تر دې هم پر مقدس او سپیڅلو ځایونو حملې وکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې له دیني علمانو ګیله کړې او وړاندې لیکي، چې ولې یې د جمعې د لمانځه په مراسمو کې په یادې موضوع باندې چې په جومات کې خلک وژل کیږي؛ تمرکز ونه کړ او هغه ونه غاندله.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG