د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

افغان ملي اردو او د هغوی له کاره لوېدلي او ټوټه ټوټه وسایط


واشنګټن پوسټ ورځپانې د افغانستان په اړه په مقاله کې، د ملي اردو د زړو وسایطو او لوژیستیکي ستونزو په اړه تبصره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي: د جګړې موسم د پای ته رسیدو په حال کې دی، د افغانستان د ملي اردو ستړي او جنګ ځپلي ځواکونه د خپلو جنګي وسایطو په تفتیش بوخت دي.

د دې وسایطو زیاته برخه د وسپینې د سترو ټو-ټو په څير په انبارونو کې پراته دي.

افغان ځواکونه د هغو موټرو او پوځي لاریو د جوړولو، بدلولو یا ترمیم توان نه لري چې؛ د ملي اردو په ګراجونو کې د بیا رغیدو لپاره انتظار دي.

واشنګټن پوسټ لیکي، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې پينځه اویا فیصده سیار جنګي وسایط د کاره لویدلي او د زغره والو موټرو شمېر دومره کم دی چې؛ په ځينی مواردو کې عسکر مجبور وي چې؛ د یوې پوځي اډې څخه تر بلې نږدې شل ساعته پياده لاره ووهي.

د واشنګټن پوسټ په حواله، د ډيرو کلونو راهیسې دا کار د امریکا پوځ کاوه؛ خو امریکايي ځواکونو په داسې حساسه مرحله کې چې افغان ځواکونو د امنیت ټینګولو مسولیت اخیستی؛ په دې هیواد کې د پوځي وسایطو د ترمیم څخه لاس واخیست.

ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال پروسه لا خامه ده او ډير پرمختګ یې نه دی کړی. د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم په اداري فساد کې نغښتی دی او دا دواړه مسالې د ضرورت په وخت کې سیمو ته د جنګي مهماتو او موټرو لیږدول د خنډ سره مخامخ کوي.

د ورځپاڼې په باور، د حل لاره دا ده چې د ناټو ځواکونه تر هغو چې افغان لوری د خپلو وسایطو د ترمیم په برخه کې کافي تجربه ترلاسه کوي، د هغوي د اکمالاتو لپاره خپله همکاري جاري وساتي.

ایکانومیست مجلې په وروستۍ ګڼه کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د حملو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ایکانومیست لیکي: یوه تازه سروې څرګندوي چې د پاکستان ډير خلک د دې حملو مخالفین دي؛ خو د تعجب وړ خبره دا ده چې، د دې سیمې (قبایلو) خلک اوسیدونکي د دې حملو د دوام ملاتړ کوي.

لږترلږه ۵۲ فیصده کسانو چې په سروې کې پوښتنه ورڅخه شوې ویلي چې؛ دا حملې دقیقې دي او نهه شپیته کسانو ویلي چې؛ دې حملو په سیمه کې فعالې افراطي ډلې کمزورې کړې دي.

په وزیرستان کې یو شمیر خلکو ویلي، د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې هغه افراطي وسله وال وژل کیږي چې؛ لاسونه یې د بې ګناه خلکو په وینو لړلي وي او د دې حملو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

خو ایکانومیست لیکي، ستونزه په دې کې ده چې خلک د افراطي وسله والو د ویرې څخه خپل دا نظر نه شي څرګندولای.
XS
SM
MD
LG